یو داسې نړۍ تصور کړئ چې انسانان په کې وکولی شي په سپوږمۍ یا حتی په مریخ کې کرنه وکري. دا ممکن د علمي افسانې په څېر ښکاره شي، خو دا ورو ورو حقیقت ته نږدې کېږي.
په دې برخه کې به موږ یوه مهمه نوې لاسته راوړنه وڅېړو چې کولی شي انسانانو سره مرسته وکړي چې په نورو سیارو کې ژوند وکړي او کرنه وکړي.
ترکۍ ساینسپوهان د شرنکیلا پاروالا په نامه په یو نبات چې هم مځکه او او هم په فضا کې په دواړو کې ، تجربې ترسره کوي. دا نبات ممکن په فضا کې د خوړو کرلو لپاره کلیدي رول ولوبوي. راځئ چې وګورو څنګه.
استاد اوزګور اوزیلډای، چې دا څېړنه رهبري کوي، وایي چې د انسان بقا د نباتاتو پورې اړه لري. هغوی موږ ته اکسیجن او خواړه برابروي – دوه هغه شیان چې پرته له هغو موږ ژوند نشو کولی. خو که موږ غواړو چې په نورو سیارو کې ژوند وکړو، زموږ د لویې ستونزې سره مخامخ یو چې هغه هم خاوره ده چې د "ریګولیت" په نوم یادیږي. دا هغه ډول خاوره ده چې په فضا کې موندل کیږي. دا په بشپړه توګه د ځمکې له خاورې څخه توپیر لري. دا زهرجن او بې حاصله ده، له زیانمنو مالګو او فلزاتو ډکه ده.
اوزګور وايي چې د ریګولیت سرنۍ طبقې د هغو نباتاتو لپاره چې موږ یې مصرفوو د ریښو د لویو لپاره ډیره مناسبه نده. برسېره پر دې، ریګولیت د دنیا د خاورې په څیر اوبه نه ساتي لکه. له ځمکې څخه د اوبو لیږدول خورا لګښت لري، نو موږ باید یو نوی لاره پیدا کړو ترڅو په دې سختو شرایطو کې خواړه وکرو.
دلته بیا د شرنکیلا پاروالا په نامه بوټی زمونږ مرستې ته رادانګي. دا قوي کوچنی نبات، چې په تورکيه کې د مالګې په جهيل کې موندل کېږي، په مالګینو شرایطو کې غوړېږي. دا یوه "هالوفایټ" یعنې په خپلو حجرو کې د مالګې ذخیره کوونکی بوټی دی. په خورا سختو چاپیریالونو کې ژوندي پاتې کېدی شي، حتی کله چې د کرومیم، بوران، او لیتیم په څېر کیمیاوي موادو سره هم مخ شي چې نور ډیری نباتات وژني. دا نبات په فضا کې د کرنې لپاره یو غوره نوماند جوړوي.