logo
نن ورځ سینګار په هر ځای کې دی
10:48
10:48
کلتور
نن ورځ سینګار په هر ځای کې دی
زموږ په  موبایلونو، په اعلاناتو، او په هر پاڼه کې چې مونږ يي رااړو ښکلا او سینګار شتون لري. ټولنیزې رسنۍ او تاثیر لرونکي خلک دا ټاکي چې ځوانې نجونې خپل ځان څنګه ویني.

زموږ په  موبایلونو، په اعلاناتو، او په هر پاڼه کې چې مونږ يي رااړو ښکلا او سینګار شتون لري. ټولنیزې رسنۍ او تاثیر لرونکي خلک دا ټاکي چې ځوانې نجونې خپل ځان څنګه ویني. د ښکلا په اړه ویدیو ګانې په پیل کې د وخت د تیرولو یا ساعت تیرۍ په خاطر ننداره کیږي خو د وخت په تیریدو سره بیا انسان په کلاره کلاره روږدی کوي او فیشن او سینګار په  عادت باندې بدلیږي. ایا تاسې پوهیږۍ چې څه پیښیږي کله چې ځوانې او تنکۍ نجونې د لویانو لپاره ډیزاین شوي ښکلا معیارونو او سینګار توکي استعمال کړي؟

 په دې برخه کې، موږ څیړو چې څنګه تر ټولو زیات د ننداره شوو ویډیوګانو او تاثیر لرونکي کلتور لخوا  د ښکلا په نامه   د تنکیو نجونو چې لا بلوغ کچې ته ندي رسیدلي په ژوند اغیزې کوي.

په پیل کې هر څه  د ښه ښکاره کیدو معصومې غوښتنې سره پیلیږي. ۱۱ کلنې سکارلیټ، د ښکلا او سینګار په برخه کې د  تاثیر لرونکو کسانو د ویدیوګانو ننداره ډیره زیاته خوښیده. هغه د دوی  د روښانه او ځلیدنکي جلد او ظاهري بڼې او  په زړه پورې جلدي پاملرنې محصولاتو د ډیر زیات تاثیر او اغیزو لاندې راغلې وه. خو په ډیره کمه موده کې د هغې دا دلچسپي او د سینګار د توکو سره علاقه په یو عادت باندې بدل شول. د ویلو ده چې   سکارلیټ لا لس کلنه وه چې د مخ کونجو په اړه اندیښمنه وه. هغه ددې په خاطر چې په راتلونکې کې په مخ کې کونجې پيدا نشي فیس واشونو، ماسکونه، سیرمونه او  مرطوبونکو توکو استفاده پیل کړه چې په ډیره لنډه موده کې دا مواد د هغه لپاره د ژوند په یوې لازمي برخې بدل شول او په یو عادت بدل شول .

مګر ډیر وخت نه و تیر شوی چې هر څه سر چپه شول. یوه شپه، وروسته له دې چې هغه خپل عادي جلدي پاملرنې محصولات وکارول، د سکارلیټ مخ  په سوځیدو پیل وکړ او د هغې پوستکي ټول زخم زخم شو. هغه محصولات چې هغې کارولي و، د لویانو لپاره ډیزاین شوي وو او د هغې نازک، ځوان پوستکي باندې ډیرې زیاتې منفي اغیزې کړې وې. څو میاشتې تیرې شوې خو سکارلیټ لا هم د  خپل مخ د ټپونو او زخمونو و سره مبارزه کوله .

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د سرطان ۵
په فضا کې فضايي کثافات په چتکۍ سره مخ په ډیریدو دي
انټرنټ د ژوند په یوې مهمې اړتیاوې بدل شوی دی
د جاپان قوي زلزلې
پیشوګانې نړۍ اداره کوي
د دندې په ګمارنه کې د مصنوعي زیرکتیا پټ تعصب
د دوبۍ چاکلیټ څه ډول نړۍوال شهرت وموند
د مرغانو ګریپ یا انفلونزا ویروس ډیر خطرناکه دی
موږ په کال کې یو ځل د زوکړې ورځ لمانځو
په سپوږمۍ کې کرنه
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us