نړۍ
2 دقیقې خواندن
اوکراین : په سعودي عربستان کې د امریکايي پلاوي سره خبرې مثبتې وې
د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف وویل چې د یکشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د امریکا د پلاوي سره خبرې "رغنده او مهمې" وې او د انرژۍ سکتور په اړه یې تمرکز درلود.
اوکراین : په سعودي عربستان کې د امریکايي پلاوي سره خبرې مثبتې وې
/ Public domain
25 مارچ 2025

عمروف په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې وویل: "موږ د کلیدي مسایلو په اړه خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د انرژۍ سکتور."

عمروف چې د اوکراین د پلاوي مشري کوله ویلي دي ،  دا خبرې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه وه، چې د روسیې سره درې کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکوف مخکې د سعودي عربستان د لوړو کچو خبرو په اړه خوشبیني څرګنده کړه چې د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي او ویې ویل چې باور لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي جګړه ختمه کړي.

ویټکوف د یکشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل: "زه احساس کوم چې هغه سولې ته لیواله دی."

د امریکا یو پلاوی په سعودي عربستان کې د اوکراین چارواکو سره د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي جزوي اوربند په اړه خبرې کوي. د امریکا او روسیې چارواکو د دوشنبې په ورځ هم په ریاض کې خبرې وکړې.

ویټکوف وویل: "مونږ  د دوشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې یو څه ریښتینی پرمختګ شاهدي وکړه، په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو د کښتیو ترمنځ د تور سمندر د اوربند په اړه. او له دې وروسته، به په طبیعي ډول د بشپړ اوربند په لور لاړ شو."

پوتین تېره اوونۍ موافقه وکړه چې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه لنډمهاله ودروي، خو د ټرمپ هغه ۳۰ ورځنی اوربند یې ونه مانه چې هیله یې درلوده د دایمي سولې تړون لپاره لومړی ګام وي. اوکراین د ټرمپ ۳۰ ورځنی وړاندیز ومنه.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us