شمالي کوریا د اوکراین سره په جګړه کې د روسیې نه د بشپړ ملاتړ لپاره چمتووالی وښود او روسیې ته د نوو مرستو وړاندیز وکړ.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې په سهار راپور ورکړ چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په پیونګ یانګ کې د لیدنې پر مهال په اوکراین کې د جګړې په اړه مسکو ته خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
د لاوروف دا سفر د مسکو د لوړپوړو چارواکو د سفرونو په لړۍ کې وروستی و، ځکه دواړه هېوادونه د کیف پر وړاندې د برید په ترڅ کې خپلې نظامي او سیاسي اړیکې ژوروي.
ویل کېږي چې پیونګ یانګ د اوکرایني ځواکونو د شړلو لپاره د روسیې د کورسک سیمې ته زرګونه سرتیري استولي او د روسیې پوځ ته یې د توپونو مرمۍ او توغندي برابر کړي دي.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس KCNA راپور ورکړ چې کیم او لاوروف د خالي په ورځ "د ملګرتیا او باور ډک چاپیریال" کې سره ولیدنه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ټیلیګرام کې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې دواړه مشران یو بل ته د لاس ورکولو او غیږ ورکولو پر مهال ښودل شوي دي.
کیم لاوروف ته وویل چې شمالي کوریا "چمتو ده چې د اوکراین د کړکېچ د ریښو نه د حل په اړه د روسیې له ټولو اقداماتو پرته له کوم قید او شرطه ملاتړ وکړي."
د شمالي کوریا مشر څرګنده کړه چې "په دې کلک باور لري چې د روسیې پوځ او خلک به د هېواد د وقار او بنسټیزو ګټو د دفاع په موخه خامخا بریا ترلاسه کړي."
دواړو هېوادونو چې د سختو بندیزونو لاندې دي، تېر کال د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا د نادر سفر پر مهال د پوځي تړون په ګډون د متقابل دفاع تړون لاسلیک کړ.
د روسیې دولتي اژانس تاس په وینا لاوروف پدې لیدنه کې کیم ته وویل چې پوتین "په نږدې راتلونکي کې د مستقیمو اړیکو د دوام هیله لري."
د روسیې او شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي چې لاوروف به تر یکشنبې پورې پاتې شي.
د شنبې په ورځ، لاوروف د خپل سیال چو سون هوی سره ولیدل او هغو "اتلو" شمالي کوریايي سرتېرو څخه مننه وکړه چې د روسیې د مرستې لپاره استول شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل دواړو خواوو د هغو بهرنیو لوبغاړو د هژمونیکو هیلو پر وړاندې د ګډې مبارزې هوډ څرګند کړ چې د شمال ختیځې آسیا او د آسیا-پاسیفیک سیمې په اوږدو کې د کړکېچونو د زیاتېدو لامل ګرځي.
لاوروف د خپل سیال سره په وونسان کې ولیدل، چې د هېواد په ختیځ کې یو ساحلي ښار دی، چیرې چې د روانې میاشتې په پیل کې یو لوی تفریحي ځای پرانیستل شو.
د دې سفر څخه مخکې، روسیې اعلان وکړ چې د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ به په اونۍ کې دوه ځله الوتنې پیل کړي.
لاوروف وونسان د "یو ښه سیاحتي ځای" په توګه وستایه، او زیاته یې کړه: "موږ هیله لرو چې دا به نه یوازې د ځایي خلکو لپاره، بلکې د روسانو لپاره هم مشهور شي."