نړۍ
2 کمه لوست
بیجېنګ فیلیپین ته خبرداری ورکړ چې له "اور سره د لوبې" کولو څخه ډډه وکړئ
د بیجېنګ وروسته له هغه  چې مارکوس جونیئر وویل، که د تایوان په اړه د چین او امریکا تر منځ کومه شخړه رامنځته شي، نو هېواد یې نشي کولای بې طرفه پاتې شي سخت خبرداری ورکړ.
بیجېنګ فیلیپین ته خبرداری ورکړ چې له "اور سره د لوبې" کولو څخه ډډه وکړئ
/ Reuters
8 اګست 2025

بیجېنګ فیلیپین ته خبرداری ورکړ: له "اور سره د لوبې" څخه ډډه وکړئ

د بیجېنګ وروسته له هغه  چې مارکوس جونیئر وویل، که د تایوان په اړه د چین او امریکا تر منځ کومه شخړه رامنځته شي، نو هېواد یې نشي کولای بې طرفه پاتې شي سخت غبرګون وښود.

چین د جمعې په ورځ د فیلیپین ولسمشر فرناند مارکوس جونیئر ته خبرداری ورکړ چې د تایوان په اړه له خپلو وروستیو څرګندونو سره دې "له اور سره لوبې" نه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په نړۍ کې یواځې واحد چین موجود ده، او تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ده.

وزارت زیاته کړې: "موږ له فیلیپین څخه جدي غوښتنه کوو چې د واحد چین اصل او د چین فیلیپین ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د جوړېدو د ګډې اعلامیې روحیه په ریښتیني ډول مراعت کړي، او د چین د اساسي ګټو په اړه له اور سره له لوبې کولو ډډه وکړي."

د چین دا غبرګون له هغې وروسته څرګند شو چې د فیلیپین ولسمشر وویل، که د تایوان په اړه د چین او امریکا ترمنځ کومه شخړه رامنځته شي، مانیلا به د خپلې جغرافیایي موقعیت او په تایوان کې د فیلیپیني وګړو د شتون له امله بې طرفه پاتې نشي.

مارکوس د خپل هند سفر پر مهال په څو مرکو کې ویلي و چې که په تایوان کې شخړه رامنځته شي، نو دا به سمدلاسه یوه بشري مسله شي او د هغه هیواد به دې ته اړ باسي چې د اتباعو د ایستلو لپاره ټولې سرچینې وکاروي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د تایوان مسئله د چین داخلي مسله ده او "د نورو د لاسوهنې وړ نه ده."

په اعلامیه کې ویل شوي: "د تایوان د مسئلې حل یوازې د چین د ولس کار دی، او نورو ته د لاسوهنې اجازه نشته."

بیجینګ وویل چې د فیلیپین مشرانو په څرګنده توګه چین ته ویلي چې د دوی هیواد په کلکه د یو چین پالیسۍ ته غاړه ایښې ده، خو اوس فیلیپین له خپلې ژمنې شاته کېږي، "د پایلو له پامه غورځولو سره یې ناسمې او پاروونکې څرګندونې او کړنې دوام موندلی دی."

د چین د بهرنیو چارو وزارت او په مانیلا کې د چین سفارت د دې موضوع په تړاو رسمي شکایتونه هم وړاندې کړي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us