نړۍ
3 کمه لوست
ټرمپ د انټل شرکت د اجرائیوي رئیس د استعفا غوښتنې کولو وروسته  د هغه ستاینه وکړه
د امریکا ولسمشر خپل دریځ د انټل شرکت  د اجرائیه رئیس لیپ-بو تان په اړه بدل کړی، د هغه د مسلکي ژوند کیسه یې "یو حیرانوونکی داستان" بللې. ټرمپ  وروسته له هغه چې  د چین پورې اړوندو ادعاوو له امله د هغه د استعفا غوښتنه کړې وه اوس يي خپل دریځ بدل کړی دی.
ټرمپ د انټل شرکت د اجرائیوي رئیس د استعفا غوښتنې کولو وروسته  د هغه ستاینه وکړه
/ Reuters
یوه ورځ مخکې

ټرمپ د انټل شرکت د اجرائیوي رئیس د استعفا غوښتنې کولو وروسته  د هغه ستاینه وکړه

د امریکا ولسمشر خپل دریځ د انټل شرکت  د اجرائیه رئیس لیپ-بو تان په اړه بدل کړی، د هغه د مسلکي ژوند کیسه یې "یو حیرانوونکی داستان" بللې. ټرمپ  وروسته له هغه چې  د چین پورې اړوندو ادعاوو له امله د هغه د استعفا غوښتنه کړې وه اوس يي خپل دریځ بدل کړی دی.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له استعفا غوښتلو څخه یوه اونۍ وروسته، اوس د انټل د اجرائیه رئیس د مسلکي ژوند کیسه “یوه حیرانوونکې کیسه” بولي.

د  ټرمپ لخوا د انټل د شرکت د استعفا د غوښتولو نه وروسته په نړۍوالو بازارونو کې ددې شرکت ونډې، د سه شنبې د سهار له پرانیستلو مخکې یو ځل بیا ددې شرکت د ونډو بیه لوړې شوې.

د ټرمپ نیوکه هغه مهال راغله چې سناتور ټام کاټن د انټل رئیس فرانک یري ته لیک ولېږه او د تان پر پانګونو او د هغو نیمه‌ هادي (سیمی ‌کنډکټر) شرکتونو سره د اړیکو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه چې راپورونه وايي د چین له کمونېست ګوند او د خلکو د ازادۍ له پوځ سره تړاو لري.

کوتون له انټل څخه وپوښتل چې ایا تان له دغو شرکتونو څخه خپلې پانګې ایستلې دي که نه، څو د احتمالي ګټو د ټکر مخه ونیسي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ټروت سوشیل پلیټ فارم کې ولیکل: “د انټل اجرائیه رئیس ډېر د ګټو په ټکر کې دی او باید سمدستي استعفا ورکړي. د دې ستونزې بل حل نشته. له دې ستونزې سره د توجه لپاره مننه!”

تان په مارچ کې د انټل د اجرائیه رئیس په توګه وټاکل شو او روښانه نه ده چې ایا هغه له دغو د چپ تولیدونکو شرکتونو څخه خپلې پانګې ایستلې دي که نه.

تان د خپلو کارکوونکو په یوه پیغام کې وویل چې د هغه د پخوانیو دندو په اړه په والډن انټرنیشنل او کیډنس ډیزاین سیسټمز کې غلط معلومات خپرېږي او ټینګار یې وکړ چې هغه “تل د لوړو قانوني او اخلاقي معیارونو په چوکاټ کې کار کړی دی.”

"حیرانوونکې کیسه"

له دې وروسته چې د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له تان سره ناسته وشوه، ټرمپ له دې غوښتنې په شا شو چې تان دې بې له ځنډه استعفا ورکړي.

ټرمپ په ټروت سوشیل پلیټ فارم کې ولیکل: “ما د انټل له ښاغلي لیپ-بو تان سره، د سوداګرۍ له وزیر هاورډ لټنیک او د خزانې له وزیر سکاټ بېسینټ سره یو ځای، ناسته وکړه.

دا ناسته ډېره په زړه پورې وه. د هغه بریا او پرمختګ یوه حیرانوونکې کیسه ده. ښاغلی تان او زما د کابینې غړي به یو له بل سره وخت تېروي او په راتلونکې اوونۍ کې به ماته وړاندیزونه راوړي. د دې موضوع د پام لپاره مننه!”

د انټل ونډې د بازار دمخه سوداګرۍ کې له دریو سلنې څخه ډیرې لوړې شوې.

د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي او سیاسي سیالي ورځ تر بلې په کمپیوټري چپونو، مصنوعي ځیرکتیا او نورو ډیجیټلي ټکنالوژیو ډېره متمرکزه کېږي — هغه ټکنالوژۍ چې تمه ده د راتلونکو اقتصادونو او پوځي شخړو بڼه بدله کړي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us