افغانستان
2 کمه لوست
د افغانستان ختیځ ولایتونه یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزول.
ویل کیږي زلزلې د کونړ سربیره ننګرهار، لغمان او کابل ولایت هم سخت لړزولي دي.
د افغانستان ختیځ ولایتونه یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزول.
/ AA
31 اګست 2025

د افغانستان ختیځ ولایتونه یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزول.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د زلزلې مرکز د کونړ ولایت دی.

ویل کیږي زلزلې د کونړ سربیره ننګرهار، لغمان او کابل ولایت هم سخت لړزولي دي.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې زلزلې تر ټولو زیات زیان په کونړ ولایت کې رامنځته شوی دی.

د کونړ ولایت ځايي سرچینو ویلي دي چې زلزلې په ټول کونړ کې خو په ځانګړې توګه نورګل ولسوالۍ کې ډیر زیات زیان رامنځته کړی دی.

په نورګل ولسوالۍ کې څو کلي په بشپړه توګه له منځه تللي دي. د لسګونو کورونو چتونه راپروتي او لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمه ییزو مقاماتو د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د ټپیانو د انتقال لپاره سیمې ته چورلکې واستوي. نوموړو په مرکزي حکومت غږ کړی دی چې هر څه عاجل سیمې ته چورلکې ولیږي تر ټولو ټپيان سترو روغتونونو ته انتقال کړي .

چارواکیو ویلي دي چې په سیمه کې په سلګونو خلک د چپه شوو کورونو لاندې دي او د ژغورنې په تمه دي. هر لورې ته خلک د مرستې غوښتنه کوي.

د ویلو ده چې د زلزلې د ځاني تلفانو دقیقه شمیره تر اوسه پورې معلومه نده. خو ځايي چارواکي وايي چې دې زلزلې ډیره زیات ځاني زیان رامنځته کړی دی.

ویل کیږي زلزلې ډیری خلک په خوب کې راګیر کړي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us