د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د اسرائیل لخوا پر قطر برید د امریکا او اسرائیلو پر اړیکو کومه منفي اغیزه نده کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې پر قطر د اسرائیل برید چې د حماس غړي یې په نښه کړي، د تل ابیب او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې به هیڅ کوم بدلون رامنځته نه کړي.
روبیو د شنبې په ورځ بریتانیا او اسرائیل ته تر تګ مخکې خبریالانو ته وویل: "په ښکاره توګه، موږ پرې خوښ نه وو؛ ولسمشر هم پرې خوښ نه و."
"دا به له اسرائیلیانو سره زموږ د اړیکو ماهیت بدل نه کړي، خو موږ به پرې خبرې وکړو - په ځانګړې توګه دا چې دا کار په غزه کې د اوربند لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو څه اغېز لري."
اسرائیل د سهشنبې په ورځ په دوحه کې په هغه ودانۍ برید وکړ چې د حماس مشران پکې اوسېدل.
په دغه برید کې د حماس پنځه غړي او یو قطري امنیتي چارواکی ووژل شول، چې دوی په غزه کې د عام وژنې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د وړاندیز شوي نوي تړون په اړه خبرې کولې. په غزه کې اسرائیل د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر ۶۴۰۰۰ ډېر خلک وژلي دي.
قطر، د امریکا او مصر ترڅنګ، د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې منځګړی پاتې شوی دی.
په ورته وخت کې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې په قطر کې د حماس د مشرانو وژل به د ټولو یرغمل شویو د خوشې کولو او په غزه کې د عام وژنې د پای ته رسولو پر وړاندې اصلي خنډ له منځه یوسي.
نتنیاهو پر اېکس (پخواني ټوېټر) په یوه پوسټ کې ویلي: "په قطر کې مېشت د حماس ترهګر مشران د غزې د خلکو پروا نه لري. هغوی د اوربند ټولې هڅې د دې لپاره شنډې کړې چې جګړه د تل لپاره وغځوي."
حماس په دوحه کې برید د اوربند د خبرو اترو د ناکامولو لپاره د اسرائیل هڅه بللې او ویلي یې دي چې دا به په غزه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره د دې ډلې شرطونه بدل نه کړي.
پر دوحه د اسرائیل تر برید وروسته، تل ابیب په سیمه کې پر شپږو هېوادونو بریدونه کړي، چې په کې فلسطین، یمن، سوریه، لبنان، ایران او قطر شامل دي.