د افغانستان پلازمینه کابل د اوبو د کمښت په برخه کې په خپل تاریخ کې تر ټولو ستر بحران سره لاس او ګریوان دی.
د کابل په میلیونونه وګړي د اوبو د جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګروملتونو د دفتر په وینا په کابل کې د مځکي لاندې د اوبو سطح په بې ساري توګه راټیټه شوې ده او دې مسئلې د کابل په مرکزي او لویدیځو سیمو کې د نږدې ۶ میلیونو تنو ژوند د خطر سره مخامخ کړی دی.
ملګروملتونو سازمان په کابل کې د اوبو کمښت بحران یو بې سابقه بحران په توګه یاد کړی دی او پدې هیواد کې پدې برخه کې د جدي پانګه اچونو ، د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو او د اوبو د ښه مدیریت په برخه کې د جدي همکاریو غوښتنه کړې ده .
د سیمې اوسیدونکې وايي چې هر څه د اوبو پورې تړلي دي. د اوبو پرته ژوند ډیر ګران دی. که چیرې عمیق څاګانې وچې شي خلک به چې وار د مخه د خوراکي توکو د ستونزو سره مخ دي د تندې له امله هم د مرګ د ګواښ سره مخامخ شي.
د کابل یو تن اوسیدونکي نجیب الله رسنیو ته ویلي دي چې ښځې او ماشومان سطل په لاس په کوڅو کې د اوبو پسې ګرځي خو اوبه نه پیدا کیږي.
همداشان د کابل اوسیدونکي د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د عمیقو څاګانو په کیندونو کې مرسته وکړي او خلک ددې کړاونو نه وژغوري.
ویل کیږي په ځینو کورونو کې چې عمیق څاګانې شتون لري هغوې هم ددې له ویرې چې څاه وچه نشي خپلو ګاونډیانو ته د اوبو ورکولو څخه ډډه کوي.