د چین د کمونیست ګوند د بهرنیو اړیکو مشر وانګ یي د مسکو سره د بیجینګ "ستراتېژیک ارزښت لرونکو" اړیکو ستاینه وکړه. د ویلو ده چې دا څرګندونې په اوکراین کې د روانې جګړې او د ټرمپ سره د روان کړکیچ تر سیورې لاندې وکړې .
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شمالي کوریا له سفر وروسته بیجینګ ته سفر وکړ. لاروروف وویل چې ددې سفر په ترڅ کې د اوکراین سره په جګړه کې د روسیې نه د ملاتړ ډاډ ترسره کړ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، وانګ د یکشنبې په ورځ لاوروف ته وویل چې "چین او روسیه د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ تر ټولو باثباته، تر ټولو پخې او تر ټولو ستراتېژیک ارزښت لرونکې اړیکې لري".
وانګ زیاته کړه: "اوسنی تمرکز دا دی چې... د پراخې ستراتېژیکې همکارۍ ژورتیا ته دوام ورکړو، د دواړو خواوو پرمختګ او بیا رغونه وهڅوو، او په ګډه د یو ترینګلي او بدلېدونکي نړۍ له ننګونو سره مقابله وکړو."
د چین د بیان له مخې، دواړو وزیرانو د کوریا ټاپووزمې، د اوکراین کړکېچ، د ایران اټومي موضوع او نورو مسایلو په اړه نظرونه تبادله کړل.
که څه هم چین له واشنګټن سره د اړیکو په اړه هیڅ بیان نه دی ورکړی، خو روسیې یادونه وکړه چې دا موضوع په اجنډا کې پاتې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې لاوروف او وانګ د نورو " عاجلو مسایلو" په اړه هم خبرې وکړې، چې پکې د غزې په جګړه کې د اسرائيلو موضوع هم شامله وه.
چین، چې د مسکو یو ډیپلوماتیک او اقتصادي متحد دی، ادعا کوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په شخړه کې بې طرفه دی.