د اسرائیلو تر اشغال لاندې په بیت المقدس کې په روسي ډیپلوماټانو برید شوی دی.
روسیې ویلي دي د اسرائیلو تر اشغال لاندې په بیت المقدس کې پر روسي ډيپلوماټانو د غیر قانوني اسرائیلي مېشتو کسانو له خوا برید شوی . روسیې ویلي دي چې دا برید د اسرائیلي سرتیرو سره په همغږۍ کې شوی دی. ځکه چې په سیمه کې اسرائیلي سرتیرو شتون درلود خو هغوې پر سترګې پټې کړي دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د جولای په ۳۰ مه نیټه د روسیې د سفارت یو موټر چې ډیپلوماټیک لمبر پلیټ يي هم درلود بیت المقدس ته نږدې د ګیو ات اساف د غیرې قانوني اشغال شوې سیمې نه تیریده او د فلسطین د ملي ادارې تر کنټرول لاندې سیمې ته روان وو او ډیپلوماتان پکې سپاره ول د غیر قانوني اسرائیلي مېشتو کسانو له خوا پرې برید وشو.
وزارت زیاته کړه: "موټر ته تخنیکي زیان اوښتی دی. ددې سربیره روسي ډیپلوماتانو ته لفظي ګواښونو هم شوي دي."
وزارت ټینګار وکړ چې دا پېښه "په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ او د منلو وړ نه ده" ځکه چې دا د اسرائیلي پوځي پرسونل د شتون په ترڅ کې رامنځته شوې، چې هغوی "د بریدګرو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هېڅ هڅه ونه کړه."
وزارت وویل: "موږ دا پېښه د ۱۹۶۱ کال د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون جدي سرغړونه ګڼو، چې د نورو شیانو ترڅنګ، د کوربه هېواد څخه غوښتنه کوي چې د بهرنیو ماموریتونو د ملکیت د نه سرغړونې اصل ته درناوی وکړي او بهرنيو ډیپلوماتانو سره په درناوي سره چلند وکړي، او د هغوی د شخص، آزادۍ یا کرامت پر وړاندې د هر ډول برید مخنیوي لپاره مناسب تدابیر ونیسي."
وزارت څرګنده کړه چې د دې پېښې په اړه د روسیې سفارت له خوا په تل ابیب کې د اسرائیلي چارواکو سره رسمي اعتراض ثبت شوی دی.
وزارت زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې اسرائیلي اړخ به له دې پېښې څخه مناسبې پایلې ترلاسه کړي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، وویل چې په تل ابیب کې د روسیې سفارت اسرائیلي چارواکو ته رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.