د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هغه هیله لري په ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې په لور اوچت شوي مهم ګامونه به مثبتې پایلې ولري، ځکه چې د PKK ترهګرې ډلې یو شمېر ترهګرو خپلې وسلې پر ځمکه د ایښودو سره دا بهیر پیل کړ.
اردوغان په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په خپور کړي یوه بیان کې ویلي دي ، د هیواد د امنیت او ملت د هوساینې او سوکالۍ او په سیمه کې د دوامدارې سولې ټینګښت په موخه په پيل کړي دې مزل کې د الله تبارک و تعالی د دربار څخه د ډیرو زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه کوم .
د ویلو ده چې د پ ک ک ترهګرې ډلې دوه میاشتې مخکې د خپل ځان د منحلولو د پریکړې د اعلان نه وروسته پرون جمعه د جولای ۱۱ مه نیټه د عراق په سلمانیه ښار کې د وسلو پر مځکه ایښودل رسمآ پیل کړل. یوې ۳۰ کسیزې ډلې چې د پ ک ک دوه تنه مهم مشران هم پکې شامل ول خپلې وسلې پر مځکه کیښودې او خپلو وسلو ته اور ورته کړ.
د ویلو ده چې د ترهګرو یوې ډلې چې ۱۵ ښځې هم پکې شاملې وې، خپلې وسلې پر مځکه کیښودې او په سمبولیکه توګه يي ورته اور واچو.
په مې میاشت کې، دې ترهګرې ډلې پرېکړه وکړه چې منحل شي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. دا اعلان د فبرورۍ په میاشت کې د پ ک ک ډلې د بندي مشر عبدالله اوجالان له خوا د یوې اعلامیې وروسته وشو، چې په کې یې د دې ډلې او اړوندو ډلو د منحلیدو غوښتنه وکړه او د څلوېښت کلنې وسله والې مبارزې د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.
د تورکیې پر وړاندې د PKK ډلې څلوېښت کلنې ترهګرۍ په جریان کې، چې د تورکیې، امریکا او اروپايي اتحادیې له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې، د ۴۰ زره څخه زیاتو کسانو ژوند اخیستی، چې ښځې، ماشومان، کوچنیان او زاړه خلک هم پکې شامل دي.