د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د تیانجین په بندري ښار کې لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د معلوماتو له مخې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په چین کې د تیانجین بندري ښار په یوه غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د یکشنبې په ورځ د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۵مې غونډې په څنډه کې ترسره شوه، چې دواړو خواوو په کې د سوداګرۍ، پانګونې او سیمهییز ثبات په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې اقتصادي اړیکې باید د دوامدارو او متوازنو پانګونو له لارې پیاوړې شي، او زیاته یې کړه چې یوازې سوداګري د اوږدمهاله ثبات تضمین نشي کولای.
د تورکیې ولسمشرۍ په یوه بیان کې ویلي: "دوه اړخیزه سوداګري باید د پانګونو له لارې ملاتړ شي ترڅو توازن او دوام تضمین شي؛ په ډیجیټل ټکنالوژیو، انرژۍ، روغتیا او سیاحت کې لوی امکانات شته، او د چینایي شرکتونو له خوا په تورکیه کې د پانګونې زیاتوالی به ګټور وي."
د میکانیزمونو فعال ساتل
ولسمشر اردوغان د تورکیې د منځنۍ دهلیز نوښت او د چین د یو کمربند او یوې لارې پروژې ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو سیمهییز اتصال ته وده ورکړي.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د مشورتي میکانیزمونو فعالیت ته دوام ورکړي، منظمې خبرې اترې او د بنسټیزې همکارۍ ساتنه وکړي ترڅو خپل شراکت نور هم ټینګ کړي.
ولسمشر اردوغان د انقرې او بیجینګ ترمنځ ستراتیژیکو اړیکو ته په اشارې سره د "یو چین" پالیسۍ ملاتړ یو ځل بیا تایید کړ.
مشرانو د نړیوالو کړکیچونو په اړه هم خبرې وکړې، چې په کې د روسیې او اوکراین جګړه، په غزه کې بشري وضعیت، او د سوریې په اړه ممکنه ګډ ګامونه شامل وو.