نړۍ
3 کمه لوست
په نایجریا کې د کښتۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په نایجریا کې کله چې کښتۍ د یوې ډوبې شوې ونې له ډنډ سره ټکر شوه او ډوبه شوه، په کې له ۱۰۰ څخه زیات مسافر سپاره وو.
په نایجریا کې د کښتۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
نایجیریا د کښتۍ فاجعه / Reuters
4 سپتمبر 2025

په نایجریا کې د کښتۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په نایجریا کې کله چې کښتۍ د یوې ډوبې شوې ونې له ډنډ سره ټکر شوه او ډوبه شوه، په کې له ۱۰۰ څخه زیات مسافر سپاره وو.

ځايي چارواکو ویلي، د نایجریا په شمال مرکزي نایجیر ایالت کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي چې له ۱۰۰ څخه زیات مسافر پکې سپاره وو.

دغه کښتۍ چې له ۱۰۰ زيات مسافر پکې سپاره وو، د سې شنبې په سهار له تونګان سوله کلي (د مالاله ولسوالۍ) څخه د دوګا ښار په لور د يوه د تسليت د سفر لپاره روانه وه، چې د بورګو ولسوالۍ د ګوساوا سيمې ته څېرمه له يوې د اوبو لاندې ونې له ډنډ سره ټکر شوه او واوښته.

د بورګو د ولسوالۍ رئيس، عبدالله بابا ارا، د چهارشنبې په ورځ رویټرز ته وويل: «د کښتۍ د پېښې د مړو شمېر ۶۰ ته رسېدلی دی.»

هغه زياته کړه: «لس کسان په جدي حالت کې موندل شوي او د ډېرو د موندلو هڅې روانې دي.» پېښه د سهار شاوخوا ۱۱ بجې  رامنځته شوې.

د شګوومي ولسوالۍ مشر، سعدو انوا محمد، وويل چې نوموړی ډېر ژر د پېښې ځای ته رسېدلی و. ده زياته کړه: «په کښتۍ کې له ۱۰۰ زيات کسان سپاره وو. موږ له سينده ۳۱ جسدونه راويستل. کښتۍ هم را وایستل شوه. ډېری قربانيان ښځې او ماشومان وو.» څلور جسدونه د اسلامي مراسمو له مخې د سې شنبې په ورځ خښ کړل شول.

د نايجر ايالت د بيړنيو حالاتو ادارې (NSEMA) وويل چې سيمه ييز غوټه وهونکي او د ژغورنې ډلې لا هم د ژغورنې هڅې روانې ساتي. ادارې د ۲۹ مړو، ۵۰ ژغورل شوو کسانو او د دوو لا درکه کسانو رسمي شمېر تأييد کړ، مګر دا یې ومنله چې د مړو شمیر مخ په زیاتیدو دی ځکه چې نور جسدونه را ایستل شوي دي.

ادارې وویل چې کښتۍ ډیر بار وه او د ونې ډنډ سره ټکر شوې او وروسته واوښته.

په نايجېريا کې د کښتیو پېښې ډېرې تکرارېږي، په ځانګړي ډول د باراني موسم پر مهال، د خونديتوب د اصولو د نه پلي کېدو، د ډېر بار وړلو او د زاړو ساتل شوي کښتیو کارولو له امله.

په وروستيو کلونو کې سلګونه کسان د ورته پېښو په ترڅ کې د سيندونو او د کور دننه د اوبو د لارو په اوږدو کې مړه شوي دي. چارواکي وايي، پلټنې به وڅېړي چې آيا د خونديتوب اصول مراعت شوي وو او که نه، او دا چې د سيمې د اوبو د سطحې په اړه د ورکړل شوو خبرداريو پر وړاندې کښتیو چلونکو غفلت کړی دی که څنګه.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us