د اندونیزیا د پلازمینې کوڅې د یوې اونۍ سختو او خونړیو مظاهرو نه وروسته نن د جمعې ورځ یو اندازه ارامې وې. د ویلو ده چې پدې مظاهرو کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وې. د بله پلوه په هیواد کې د مولود شریف په مناسبت رخصتي ده.
دغه مظاهرې د زدهکوونکو، کارګرانو او د بشري حقونو ډلو له خوا وروسته له هغه پيل شوې چې په هیواد کې د پارلمان وکیلانو ته د کورونو په خاطر امتیازات ورکړل شو. چې په لومړي سر کې د پارلمان د غړو د کورونو د امتیازاتو په اړه د خلکو د غوسې له امله پيل شوې مظاهرې وروسته له هغې زیاتې شوې چې په جاکارتا کې د یوې مظاهرې پر مهال پولیسو یو تن مظاهره کوونکی په مرګوني ډول وواهه.
مظاهرو په چټکۍ سره نورو سیمو ته هم پراختیا ومونده.
د پارلمان د غړو امتیازات او د پولیسو کړنې
د پنجشنبې په ورځ، د زدهکوونکو ډلو د کابینې له وزیرانو سره ولیدل ترڅو د پارلمان د غړو د امتیازاتو او د مظاهرهچیانو پر وړاندې د پولیسو د کړنو په اړه خپلې شکایتونه وړاندې کړي. د اوونۍ په پیل کې، دوی د پارلمان له غړو سره هم خبرې کړې وې، خو تر اوسه پورې د ولسمشر پروبواو سوبيانتو سره د لیدنې هڅې ناکامې شوې دي.
د بشري حقونو ډلې وایي چې دغه مظاهرو درانه زیانونه هم اړولي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان د امنیتي ځواکونو سره په نښتو او نورو ګډوډیو کې ټپیان شوي دي.
چارواکو په ټول هېواد کې له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان نیولي دي، چې د بشري حقونو ډلو دا یو پراخ ځپونکی اقدام بللی دی.
حکومت تر اوسه پورې نه دی اعلان کړی چې ایا د کورونو د امتیازاتو یا د امنیتي ځواکونو د کړنو بیاکتنه به وکړي که نه، چې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته به