نړۍ
2 کمه لوست
د روسیې ولسمشر پوتین د چین د ولسمشر شي سره د اوږد عمر په اړه خبرې وکړې
د روسیې ولسمشر پوتین خپل چینایي سیال شي ته وویل چې نوې بایو ټیکنالوژي کولی شي انسانانو ته د اوږد ژوند کولو او ممکن د نه مړينې وړتیا ورکړي.
د روسیې ولسمشر پوتین د چین د ولسمشر شي سره د اوږد عمر په اړه خبرې وکړې
/ AP
4 ساعته مخکې

د دولتي رسنیو له مخې: شي او پوتين د اوږد عمر، د انسان د نه مړينې په اړه بحث کوي

د روسیې ولسمشر پوتین خپل چینایي سیال شي ته وویل چې نوې بایو ټیکنالوژي کولی شي انسانانو ته د اوږد ژوند کولو او ممکن د نه مړينې وړتیا ورکړي.

د دولتي رسنیو مایکروفونونو د ثبت شوو څرګندونو له مخې، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د هغه روس سیال ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په سهار په بېجینګ کې د یو ستر پوځي پریډ څخه لږ وړاندې د نه مړينې په اړه خبرې وکړې.

په تاریخي صحنو کې، د چې ولسمشر شي چې  د پوتین او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ-اون ترمنځه روان وو او دواړو ته يي لاسونه ورکړي وو د دوی سره په ګډه  د تیانانمن په میدان کې د سرې غالۍ پر سر د تګ پر مهال ددوې سره خبرې کولې.  پوتین د شي په ښي اړخ کې او کیم یې په کیڼ اړخ کې وو.

د خبرو پر مهال د چین ولسمشر روسیې ولسمشر ته په خطاب کې وویل چې «په دې ورځو کې... اویا کلن یم»د چین دولتي ټلویزیون (CCTV) ویډیو وښودله.

بیا یو چینایي ژباړونکي د پوتین څرګندونې شي ته واورولې.

د ژباړونکي په وینا، پوتین وویل: " د بایو ټکنالوژۍ د پرمختګ له امله، د انسان غړي په پرله ‌پسې ډول لېږدول کېدای شي، خلک به د عمر له زیاتېدو سره لا ځوان ښکاره شي، او ښایي آن د نه مړينې تر بریده ورسېږي ."

شي بیا د کیمرې د پرې کیدو په وخت کې خبرې وکړې: " اندازې دا دي چې په همدې پېړۍ کې ښایي ممکن شي چې تر ۱۵۰ کلونو پورې ژوند وشي."

پوتین د چهارشنبې په یوه خبري غونډه کې دغه خبرې تایید کړې.

هغه خبریالانو ته وویل: "هو، زه فکر کوم هماغه وخت و چې موږ پریډ ته روان وو او مشر (شي) د دې په اړه خبرې وکړې."

پوتین زیاته کړه: «عصري وسایل — هم د روغتیا د ښه والي او طبي لارو چارو له مخې، او بیا آن د جراحي ډولونو له مخې چې د غړو د بدلون پورې تړاو لري — بشریت ته دا هیله ورکوي چې فعال ژوند به لکه د نن په څېر نه، بلکې ډېر اوږد دوام وکړي.»

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us