نړۍ
2 کمه لوست
زیلینسکي "هر هغه پرېکړې چې زموږ پر ضد وي، یا زموږ پرته وشي، هغه د سولې پر ضد پرېکړې دي.
ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې "د اوکراین پرته پرېکړې" به سوله رانه ولي او د روسیې لپاره د خاورې د پرېښودو امکان یې رد کړ.
زیلینسکي  "هر هغه  پرېکړې چې زموږ پر ضد وي، یا زموږ پرته وشي، هغه د سولې پر ضد پرېکړې دي.
زلنسکي وويل چې اوکراين «د رښتينې داسې پرېکړو لپاره چمتو دی چې سوله راولي» خو زياته يې کړه چې دا بايد «يوه عزتمنده سوله» وي، پرته له دې چې جزئيات ورکړي. / AA
9 اګست 2025

ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې "د اوکراین پرته پرېکړې" به سوله رانه ولي او د روسیې لپاره د خاورې د پرېښودو امکان یې رد کړ.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې وویل: "اوکراینیان به خپله خاوره اشغالګر ته ورنه کړي." دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې اوونۍ په الاسکا کې د اوکراین د سولې په اړه د یوې سرمشریزې لپاره تیاری نیسي.

زیلینسکي زیاته کړه: "هر ډول پرېکړې چې زموږ پر ضد وي، یا زموږ پرته وشي، هغه د سولې پر ضد پرېکړې دي. دا به هیڅ نتیجه ورنه کړي." هغه وویل چې جګړه "زموږ پرته، د اوکراین پرته" نشي ختمېدلی.

زیلینسکي وویل چې اوکراین "د هغو حقیقي پرېکړو لپاره چمتو دی چې سوله راولي" خو زیاته یې کړه چې دا باید یوه "باوقاره سوله" وي، پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي.

ناکامې خبرې اترې

له هغه وخت راهیسې چې روسیې په فبرورۍ ۲۰۲۲ کې په اوکراین باندې خپل پراخ پوځي برید پیل کړ، لسګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه خلک مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د روان کال په ترڅ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ درې دورې خبرې اترې بې پایلې پاتې شوې دي، او لا هم معلومه نه ده چې سرمشریزه به سوله نږدې کړي که نه.

ټرمپ د جمعې په ورځ د پوتین سره د سرمشریزې اعلان وکړ او ویې ویل چې "د دواړو لپاره به د ځمکو تبادله وشي"، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

ټرمپ او پوتین وروستی ځل په ۲۰۱۹ کې د جاپان په اوساکا کې د G20 سرمشریزې په ترڅ کې سره ناست وو. له هغې وروسته دوی څو ځله د جنورۍ راهیسې په ټیلیفون خبرې کړې دي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us