د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د FBI پخوانی مشر جېمز کومي او د CIA پخوانی مشر جان برېنن، چې دواړه د جنایي پلټنو لاندې دي، په جعلکارۍ او فساد تورن کړل او وویل چې دواړه باید ددې بدل پرې کړي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د FBI لخوا د کومي او برېنن پر وړاندې د پلټنو د پیلیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، "د دوې په اړه یوازې په هغه څه پوهیږم چې نن مې ولوستل."
ټرمپ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: "خو زه به تاسو ته ووایم چې زه فکر کوم دوی ډېر بې ایمانه خلک دي. زه فکر کوم چې دوی ډېر فاسد دي او ښایي د دې لپاره بیه پرې کړي."
فاکس نیوز د کومي او برېنن پر وړاندې د پلټنو راپور ورکړی، چې وایي دا د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو پر مهال د روسیې د لاسوهنې د ادعاوو او کانګرس ته د دروغو څرګندونو په اړه د "احتمالي ناسم کړنو" په تړاو دی.
د فاکس نیوز د عدلیې وزارت سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د CIA مشر جان رېټکلیف، چې د ټرمپ لخوا ټاکل شوی، د برېنن د "ناسمو کړنو شواهد" د FBI مشر کاش پټېل ته، چې هغه هم د ټرمپ ټاکل شوی و، د احتمالي محاکمې لپاره سپارلي دي.
کومي او برېنن د FBI او CIA د مشرانو په توګه د پخواني ډیموکراټ ولسمشر بارک اوباما لخوا ټاکل شوي وو، او له ټرمپ سره یې د هغه د لومړۍ دورې له پیل راهیسې لانجمنې اړیکې درلودې.
ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې کومي له دندې ګوښه کړ، په داسې حال کې چې هغه د دې پلټنه کوله چې آیا د ټرمپ د کمپاین کوم غړي له مسکو سره د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو د پایلو د بدلولو لپاره همکاري کړې وه او که نه.
ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د برېنن امنیتي جواز لغوه کړ، او هغه یې په دې تورن کړ چې د هغه د ادارې په اړه یې "بې بنسټه او بې ځایه تورونه" لګولي دي.
د برېنن غبرګون
وروسته له دې چې ټرمپ څرګندونې وکړې، برېنن وویل چې هغه د ځان او کومي پر وړاندې د پلټنو په اړه هېڅ معلومات نلري، خو دا یې د سیاسي انګېزو پر بنسټ یو اقدام وباله.
برېنن په MSNBC سره په یوه مرکه کې وویل: "زه د دې پلټنو یا عدلیې وزارت ته د دې د سپارلو په اړه هیڅ معلومات نلرم، ما دا خبر په رسنیو کې د خپرو شوو خبرونو له لارې واورید. هغه وویل چې د پلټنو په جربان کې څوک پر چا د تور لګولو حق نلري."
برېنن وویل چې د عدلیې وزارت، FBI یا CIA هېڅ یوه چارواکي له هغه سره اړیکه نه ده نیولې.
هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې دا په خواشینۍ سره د استخباراتي ټولنې او د ملي امنیت د بهیر د دوامداره سیاسي کولو یو ډېر غمجن او تراژیدي مثال دی." برېنن وویل چې دا پلټنه "په ښکاره ډول یوازې سیاسي انګېزه لري."