په چین کې د نړۍ لومړۍ د روبوټونو فوټبال لوبه د مصنوعي زيرکتيا په مرسته ترسره کېږي
د نړۍ د انسان شکل روبوټونو لوبو د يو نوي بڼې سره پيل وکړ، چې پکې روبوټونه د انسان له کنټرول پرته ټکل وهي، پاسونه ورکوي او په ګول ویشتنه کې برخه اخلي، په داسې حال کې چې له ۵۰۰ زيات ماشينونه په ۲۶ بېلابېلو سپورتي څانګو کې سيالي کوي.
د دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز د راپور له مخې، د مصنوعي زيرکتيا پر مټ سمبال انسان شکل روبوټونو د نړۍ لومړۍ بشپړه خپلواکه ۵ پر ۵ فوټبال لوبه د انسان شکل روبوټونو د نړيوالو لوبو د مقدماتي پړاو پر مهال په بېجينګ کې ترسره کړه.
تېرې لوبې يوازې د ۳ پر ۳ بڼې پورې محدودې وې. په نوي بڼه کې، هرې لوبډلې دوه فارورډونه، دوه مدافعین او یو ګول کیپر ځای پر ځای کړل. روبوټونه د پيل پر مهال په خپله په ډګر کې ځای پر ځای شول او بيا يې د انسان له کنټرول پرته ټکل کول، پاسونه يې ورکول او په ګول وهلو يې پيل وکړ.
ځينې روبوټونه د ټکر پر مهال ولوېدل، خو ژر يې ځان راټول کړ او لوبې ته يې دوام ورکړ. د هر ګول پر مهال نندارچيانو چکچکې کولې. لوبې ۴۰ دقیقې دوام وکړ، د ۱۰ دقیقو وقفې سره په دوه او ۱۵ دقیقو نیمایي ویشل شوې وه.
د سيالۍ د قوانينو کتاب شاوخوا ۷۰ مخونه لري. که څه هم دا د انسان د فوټبال له اصولو سره ورته والی لري، خو پکې زيات فزيکي تماس ته اجازه ورکول کېږي او ځينې ځانګړي بدلونونه د روبوټونو لپاره په پام کې نيول شوي دي. د بېلګې په توګه، له آزاد ګوزار وروسته مخالف ټيم بايد ۱۰ ثانيې انتظار وباسي تر څو مصنوعي ځيرکتيا د لوبې پلان تطبيق کړي.
د انسان شکل روبوټونو نړيوالې لوبې د پنجشنبې په ورځ په بېجينګ کې پيل شوې او درې ورځې به دوام وکړي. په دغو لوبو کې له ۱۶ هېوادونو څخه ۲۸۰ ټيمونه او له ۵۰۰ زيات روبوټونه برخه اخلي. ټول ټال ۵۳۸ سيالۍ د ۲۶ بېلابېلو سپورتي څانګو لکه فوټبال، اتلیټکس او جمناستيک په برخه کې ترسره کېږي.
دغه لوبې د چين د لومړۍ مصنوعي زيرکتيا روبوټ فوټبال لوبې وروسته ترسره کېږي چې د جون په ۲۷مه په بېجينګ کې د ۳ پر ۳ ټيمونو تر منځ ترسره شوې وه.