د تورکیې ځايي او ملي اوږد واټن هوايي دفاعي سیستم "سیپر" توغندیو خپل وروستی ازمایښت په بشپړ بریالیتوب سره سرته ورسو.
د تورکیې د دفاعي صنایع د ادارې رئیس هالوک ګورګون وویل چې د تورکیې په کور دننه ډیزاین او تولید شوی اوږد واټن هوايي دفاعي سیسټم "سیپر" توغندی په بریالیتوب سره د تسلسلي تولید د منلو ازموینې بشپړې کړې دي.
هالوک ګورګون په "NeXT Sosyal" پلیټ فارم کې په خپور کړي بیان کې وویل چې ، "سیپر، چې د لوړ ارتفاع هوايي دفاعي ماموریتونه ترسره کوي، د بریالیو ازموینو سره په موجوده وسایلو کې خپل ځای نور هم پیاوړی کړی دی. دا پرمختګ د تورکیې د څو پوړیزې هوايي دفاعي جوړښت لپاره یو مهم پړاو دی."
هغه زیاته کړه چې د "فولادي ګنبد" سیسټم، چې د ټیټ، منځني او لوړ ارتفاع لپاره د ملي حل لارو سره جوړ شوی، هره ورځ لا پیاوړی کېږي.
ګورګون وویل: "سیپر د خپل واټن، دقت او د مختلفو هدفونو پر وړاندې د اغېزمنتیا له امله د هیواد د اسمان یو له تر ټولو ستراتیژیکو امنیتي ډالونو څخه ګرځي."
هغه زیاته کړه چې د دوی هدف دا دی چې یو بشپړ کورنی او ملي هوايي دفاعي شبکه رامنځته کړي چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې هېڅ تشه پرېنږدي.
ګورګون وویل: "موږ په دې لاره کې د خپلو انجنیرانو د هڅو، د خپلو ادارو د همکارۍ او د خپل ملت د ملاتړ په مرسته په ډیره چټکه توګه او قوي ارادې سره پرمختګ کوو."
" د هیواد اسمان اوس لا خوندي دی. تورکیه لا زیات مخنیوی کوونکی هېواد دی. راتلونکی لا خوندي لاسونو امانت دی،"
د سیپر اوږد واټن هوايي دفاعي سیسټم د تورکیې د څو پوړیزې "فولادي ګنبد" هوايي دفاعي نوښت یوه برخه ده، چې د ډرون ضد او د لوړ ارتفاع سیسټمونه پکې شامل دي.