سیاست
3 دقیقې خواندن
پولیسو د جنوبي کوریا د ولسمشر په اړه د 'خیانت' د تورونو په اړه تحقیقات پیل کړي دي
د جنوبي کوریا پولیسو وویل چې د مخالفینو له شکایت وروسته دوی د یون په اړه د "خیانت" په تور تحقیقات پیل کړي دي، دا تور د ولسمشر له معافیت څخه ډیر دی او د مرګ سزا لري.
پولیسو د جنوبي کوریا د ولسمشر په اړه د 'خیانت' د تورونو په اړه تحقیقات پیل کړي دي
20 فبراير 2025

د جنوبي کوریا پولیسو د ولسمشر یون سوک یول په اړه تحقیقات پیل کړي دي چې د پوځي حکومت او بیړني حالت  د اعلان له امله پرې  د "خیانت" تور لګیدلی دی. د ملي پولیسو ادارې د ملي تحقیقاتو مرکز مشر وو جونګ سو، د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته د وینا پر مهال وویل ، چې "قضیه ثبت شوې ده."

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول پوځي حکومت او بیړني حالت له اعلان وروسته په ټوله نړۍ کې د رامنځته شوي ټکان اغیزې سره سره د واک د ساتلو لپاره مبارزه کوي. د هغه ګوند اعلان وکړ چې دوی به د ولسمشر د  استیضاح د پریکړې مخالفت وکړي.

یون د سې شنبې په ماښام ملکي واکمني وځنډوله او پارلمان ته یې عسکر او چورلکې واستولې، خو پارلمان  دا اقدام رد کړ، او هغه یې اړ کړ چې د خپلې پریکړې نه لاس په سر شي. همداشان د ولسمشر لخوا پوځي حکومت او بیړني حالت د اعلان نه وروسته په ټول هیواد کې د هغه پر خلاف پراخه مظاهرې پیل شوې او مظاهره کوونکو د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.

اپوزیسیون په چټکۍ سره د استیضاح یوه طرحه وړاندې کړه، او ویې ویل چې یون "د اساسي قانون او د هیواد د نافذه قوانینو نه  جدي سرغړونه کړې ده."

د یونهاپ خبري اژانس په وینا، د دې وړاندیز په اړه رایه اچونه د نصاب د نه پوره کیدو له امله وځنډل شوه.

'د اقتصاد لپاره محدودې اغیزې'

په عین حال کې، د پنجشنبې په ورځ په سیول کې ونډو بیې راټیټې شوې، مګر پولي استقرار ثابت پاتې شو، ځکه چې سویلي کوریا د یو پیاوړي اقتصاد خاوند هیواد دی.

په داسې حال کې چې د آسیا دریم لوی اقتصاد د بیا ځواکمنتیا لپاره مبارزه کوي، د ټرمپ بیا واک ته رسیدو او د هغه لخوا سختې سوداګریزې پالیسۍ ځینې  اندیښنې پارولي دي.

خو شنونکي د خوشبینۍ ځینې نښې ویني.

د فیچ حلونو د یوې څانګې، BMI شنونکو وویل: "هغه مثبت اړخ چې موږ یې ګورو دا دی چې د په سویلي کوریا کې پوځي حکومت او بیړنۍ حالت په  لا چټکه توګه  لغوه شو چې  د سویلي کوریا د ادارو انعطاف په ګوته کوي."

"د اوس لپاره، موږ تمه لرو چې په اقتصاد او مالي بازارونو به محدود اغیزې ولري ځکه چې د سویلي کوریا مرکزي بانک او د مالیې وزارت پانګوالو ته ډاډ ورکولو سره په چټکۍ سره ځواب ورکړ."

"په ځانګړې توګه، مرکزي بانک ویلي چې د لنډمهاله نقدوالي د زیاتوالي او د بهرنیو اسعارو بازارونو د ثبات لپاره د اقداماتو پلي کولو ته ژمن دی. دا کار  زموږ د نظر سره سم دی چې د سویلي کوریا د وون شاوخوا خطرونه د اوس لپاره تر کنټرول لاندې دي."

د سوداګرۍ په لومړیو کې، د سیول د کوسپي شاخص 0.3 سلنه راټیټ شو؛ که څه هم دا د چهارشنبې په ورځ له یو سلنې څخه ډیر راټیټ شو، دا د لومړني کمښت څخه یو پرمختګ و.

او وون د ډالر په وړاندې شاوخوا ۱.۴۱۵ کې ثابت پاتې شو، چې د بحران له پیل څخه مخکې له کچې څخه یو څه لوړ شو؛ کله چې بحران پیل شو، دا شاوخوا درې سلنه راټیټ شوی و.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us