تورکیه
10 دقیقې خواندن
نن د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې کودتا د ناکامې هڅې ۹ مه کلیزه ده
د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې غدارې  کودتا د هڅې څخه نهه کاله تیر شول خو ټپونه يي لږ د نن ورځې په څیر تازه دي.
نن د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې کودتا د ناکامې هڅې ۹ مه کلیزه ده
/ TRT Global
6 ساعته مخکې

د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای په ۱۵ د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان (FETÖ) د غړو لخوا د ترسره شوې خائینې او غدارې کودتا د هڅې څخه نهه کاله تیر شول.

په ټول هیواد کې د هغه څه په جریان کې چې د جمهوریت په تاریخ کې ترټولو اوږده شپه ګڼل کیږي، یو مثالي ملي دریځ څرګند شو.

نو، هغه شپه څه پیښ شول، ساعت په ساعت؟

۲۰۱۶ میلادي کال د جولای په ۱۵،  د ماسپښین شاوخوا ۲:۰۰ بجې، د پوځ د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ کې یو تن جګړن افسر  د ملي استخباراتو سازمان (MIT) مرکزي ودانۍ  ته لاړ او د کودتا هڅې راپور یې ورکړ.

د خبرتیا وروسته، د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان  مشر هاکان فیدان سمدلاسه پخپله لوی درستیزوالۍ  مرکزي دفتر ته لاړ. د مهمې غونډې پر مهال د هوايي ځواکونو اړوند ۳ جنګي چورلکو پرته د اجازې د الوتنې لپاره د چمتووالي د نیولو راپور ورکړ شو.

سمدلاسه پریکړه وشوه چې راپور وڅېړل شي او شکمن کسان ونیول شي. ټانکونه او زغروال ګاډي له بارکونو څخه د وتلو څخه منع شول. پوځي الوتنې تر بلې خبرتیا پورې لغوه شوې.

د کودتا د پلان د افشاء کیدو سره کودتاچیانو د کودتا د ترسره کولو ساعت مخکې کړ.

په هغه شپه د لوی درستیزوالۍ  په مرکزي دفتر کې، د پوځیانو په جامه کې د هیواد  دښمنانو هم  د پیښو څارنه کوله. لوړ پوړو کودتاچیان هم د قوماندانانو په کچه شتون درلود. کله چې ملي استخباراتو رئیس راتګ څرګنده کړه چې د کودتا پلان افشا شوی، کودتاچیانو سمدلاسه خپل پلان ته تغیر ورکړ او د کودتا وخت يي د شپې د نیمايي ۳ بجو څخه مخکې کړ.

د لوی درستیزوالۍ نه د  ملي استخباراتو د رئیس هاکان فیدان له وتلو وروسته، کودتاچیانو  د لوی درستیز جنرال خلوصي اکار په دفتر برید وکړ. دوی اعلان وکړ چې کودتا پیل شوې ده.

په هرصورت، خلوصي اکار د دې وضعیت په وړاندې سخت غبرګون وښود. هغه د کودتا اعلامیې د لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه چې هغه ته وړاندې شوې وه. جنرال اکار وروسته ونیول شو او د اقینچي هوایی هډې ته یوړل شو. د کودتا پلان جوړونکو د لوی درستیز مرستیال یاشر ګولر هم په ورته ډول ونیو. 

د واټس اپ ګروپ څخه د مرګ حکم صادر شو

د شپې په ۹ بجو او ۱۴ دقیقو د "په کور کې سوله" په نوم د واټس اپ ګروپ د کودتا د هڅې د همغږۍ لپاره جوړ شو. په ګروپ کې په پیغامونو کې پر ملکي وګړو د ډزو امرونه شامل وو، په شمول د "ټکول، سوځول، هیڅ جوړجاړی نه کول."

د شپې په ۹ بجو او ۲۳ دقیقو، د کودتاچیانو یوه ډله په استانبول کې  د کولیلي پوځي لیسې څخه ووتله.

کودتاچي ځواکونه   د شپې په ۹ بجو او ۵۲ دقیقو د استانبول د باسفورس  پل ته ورسیدل. دوی د پوځي موټرو سره د اروپا لوري ته لاره بنده کړه.

لومړي وزیر لومړی بیان

هرچا پوښتنه کوله چې څه روان دي او څه پیښ شوي دي. لومړنۍ څرګندونې د وخت د لومړي وزیر بن علي یلدرم لخوا وشوې. هغه په ژوندۍ بڼه خپرونه کې څرګندونې وکړې. بن علي یلدرم داسې وویل،

"په ریښتیا سره، موږ د پاڅون احتمال په پام کې نیسو. دا روښانه ده چې دا د پوځ دننه د ځینو اشخاصو لخوا غیرقانوني عمل دی. دا پاڅون د پوځ د مشرتاپه د امر څخه پرته شوی دی. مونږ خپلو وګړو او ملت ته ډاډ ورکوو چې د هیواد ډیموکراسۍ ته ضرر رسوونکي هیڅډول اقدام او عمل ته به د فعالیت اجازه ورنکړو."

په همدې وخت کې، د استانبول د پولیسو څانګې ته یو تیلیفون راغی، چې د بیړني حالت اعلان یې وکړ او استانبول د امنیې قوماندان  مصطفی چالشکان او د هغه د ټیم د تسلیمیدو غوښتنه یې وکړه.

 

د انقرې په سر ټیټې الوتنې

د شپې په ۱۰:۰۰ بجو، جنګي جیټ الوتکو د انقرې په سر ټیټې الوتنې پیل کړې. د ملي استخباراتو سازمان (MİT) د کودتاچیانو لپاره د خورا مهمو هدفونو څخه و. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان غړیو پیلوټانو د انقرې په ینې محله  ولسوالۍ کې د ملي استخباراتو په عمومي مرکز د چورلکو سره بریدونه پیل کړل.

د استانبول اتاترک هوایی ډګر هم بوخت و. د کودتاچیانو یوه ډله د ټانکونو سره هوایی ډګر ته ورسیده او د کنټرول برج یې ونیول، چې هوایی ترافیک ودروي.

 

د شپې په ۱۱:۰۰ بجو، دا ځل هدف د استانبول د ښاروالۍ ودانۍ وه. کودتاچیانو، چې د استانبول د ښاروالۍ ودانۍ یې ونیوله، په هغو ملکي وګړو ډزې وکړې چې مقاومت یې کاوه. دلته څوارلس کسان د کودتاچیانو په ډزو کې په شهادت ورسیدل.

 

د تورکیې په ملي راډیو تلویزیون برید

یو بل مهم بنسټ چې د کودتاچیانو لخوا نیول شوی و هغه د تورکیې ملي راډیو تلویزیون عمومي ریاست وو. کودتاچیانو د کودتا د پیل په لومړنیو شیبو کې سمدلاسه د تورکیې په ملي راډیو تلویزیون ریاست باندې برید وکړ او اشغال يي کړ. کودتاچیانو دلته د ټوپک په زور سره د تلویزیون له لارې د کودتا اعلامیه خپره کړه.  . له دې وروسته، د ترکسات سپوږمه کۍ له لارې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  خپرونې وځنډول شوې.

په ورته وخت کې، د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې په رخصتي  مارماریس ته تللی وو، د اتاترک هوایی ډګر ته راستون شو. ولسمشر اردوغان په مارماریس کې له خپلې اقامتګاه څخه د ټیلیفون له لارې د یو خصوصي تلویزیون په ژوندۍ بڼه نشراتو کې ګډون وکړ او له هیوادوالو غوښتنه وکړه چې لارو او سړکانو ته راووځي او د خپل هیواد ، ملي ارزښتونو او ډیموکراسۍ نه دفاع وکړي. کودتاچیانو ته اجازه ورنکړي چې هر څه تالان کړي او له منځه یوسي.

د بله پلوه کودتاچیانو د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وژلو په خاطر یوه ځانګړی ټیم په دنده ګمارلی وو او مارماریس ته استولی وو. ولسمشر اردوغان مخکې له دې چې دا قاتل ټیم د ولسمشر اردوغان اقامتګاه ته ورسیږي هغې د استانبول پر لورې حرکت وکړ .

همداشان نوموړي قاتل ټیم د ولسمشر د ځانګړو عملیاتو ځینې پولیس افسران په شهادت ورسول.

 

له الوتکو څخه د بمونو باران

کودتاچیانو د هیواد پر ملکي وګړو چې ددوې په مقابل کې ودریدل او ملي قیام باندې پيل وکړ د بمونو د غورځولو امر وکړ. د انقرې د اقنجي هوايي هډې څخه پورته شوو جنګي الوتکو او چورلکو په په ترتیب سره د تورکیې په ملي شورا، د ګلباشي پولیسو د ځانګړو عملیاتو څانګې، د انقرې پولیسو مرکزي دفتر، او د ترکسات په مرکزي دفتر بمباري وکړه. لسګونه ملکي وګړي او د ځانګړو عملیاتو پولیس افسران په شهادت ورسید.

 

د کودتاچیانو بل هدف د هوايي ځواک قوماندان جنرال عابد الدین  اونال و. د اونال په ګډون اوولس جنرالان د واده په مراسمو کې د ګډون پرمهال ونیول شول.

 

ولسمشر اردوغان د کودتا پلان جوړونکي وننګول

د شپې بدلون د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا  د یو تلویزیوني پروګرام سره د ټيلیفون له لارې د اړیکې نیولو سره پیل شو.

ولسمشر اردوغان هغه تاریخي وینا وکړه چې د کودتا د غدارې هڅې سیر یې بدل کړ، او غږ یې وکړ، "زه خپل ملت ته لارو او سړکانو ته بلنه ورکوم."

د ولسمشر اردوغان دې غږ  سلګونه زره خلک لارو، سړکانو او واټونو نه رامات کړل.

هیوادوالو د کودتا د پلان جوړونکو په وړاندې مقاومت پیل کړ. د دې مقاومت یو له سترو سمبولونو څخه په پلونو کې ښودل شوی و.

د کودتا پلان جوړونکو د باسفورس پل ته په رسیدو ملکي وګړو باندې د اوږدې بیرل لرونکې وسلې ډزې کولې.

 

له جوماتونو څخه د دعاګانو د درود غږونه اوچت شول.

د  تورکیې د دیني چارو او اوقافو ریاست د هیواد په ټولو جوماتونو کې د لوډسپیکرونو څخه د درود او دعاګانو  د ویلو لپاره لارښوونې صادرې کړې.

ملي شورا د کودتا پلان جوړونکو په وړاندې ټینګه ولاړه وه. په انقره کې د پارلمان غړي اسمبلۍ ته ورغلل. د عمومي اسمبلۍ تالار پرانستل شو. کودتاچیانو، د دې مقاومت وروسته، اسمبلۍ بمبار کړه.

 

عمر خالص دیمیر د کودتا پلان ته ستره ضربه ورکړه.

د ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ په مرکزي دفتر کې یوه له خورا حیرانونکو شیبو څخه رامنځته شوه. د کودتاچیانو لخوا د ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوي سمیع ترزي، د شپې په ۲ بجو او ۱۶ دقیقو د شرناق ولایت  له سیلوپي څخه د مرکزي دفتر د نیولو لپاره راورسید. په هرصورت، د ځانګړو ځواکونو یو تن  افسر عمر خالص دیمیر د خپل قوماندان په امر او لارښونه د کودتاچیانو لخوا ټاکل شوی نوی قوماندان سمیع ترزي مخکې ددې چې د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ ته ننوځي په ډزو وویشت او له منځه یوړ  او پدې ډول يي د کودتا سیر ته تغیر ورکړ.

کله چې کودتاچیان پوه شول چې ولسمشر اردوغان  له مارماریس څخه وتلی دی، سمدلاسه يي  له بمونو ډکې اف ۱۶ جنګي  الوتکې د ولسمشر اردوغان د الوتکې د ویشتلو لپاره ولیږلې.

په اقینچي هوايي هډه کې پر ملکي وګړو ډزې وشوې.

 

خلک د اقینچي هوايي هډې شاوخوا راټول شول ترڅو د کودتاچیانو د الوتکو د الوتنو مخه ونیسي. د هډې شاوخوا راټولو شویو خلکو باندې ډزې وشوې، چې له امله یې پنځه کسان په شهادت ورسیدل.

لومړي وزیر بن علي یلدرم ټولو پوځي الوتکو ته د کیناستو امر وکړ، او وویل  هغه الوتکې چې ددې له امر څخه سرغړونه کوي باید وویشتل شي.

په عین حال کې، د کودتاچیانو اړوند  الوتکې د ولسمشر اردوغان د لیږدونکي الوتکې په لټه کې وې. د کودتاچیانو اړوند اف ۱۶ الوتکو د ولسمشر اردوغان د  الوتکې لاره یا موقعیت پیدا نکړ.

 

د سهار په ۳ بجو او ۲۰ د ولسمشر اردوغان الوتکه  په خوندي ډول د استانبول اتاترک هوايي ډګر ته ښکته شوه. هغه یو ساعت وروسته د رسنیو په وړاندې راڅرګند شو.

" هیڅ ځواک او قدرت د ملت د ځواک او قدرت څخه پیاوړی ندی. دا د بغاوت، خیانت عمل دی. دوی به د دې درنده بیه پرې کړي."

په هغه وخت کې، د کودتاچیانو اړوند یوې جنګي الوتکې او یوې چورلکې د ټیټو الوتنو پر ترسره کولو سره ویره او ډار د خپرولو هڅه وکړه.  

د سهار په ساعتونو کې ، کودتاچیانو له رواني پوله ماتې سره مخامخ شول او کومې سیمې چې نیولې وې یو یو د خلکو لخوا ترینه بیرته ونیول شوې.

کودتاچیانو د جولای په ۱۶ مه نیټه د سهار په ۶ نیمو  بجو، د ولسمشرۍ په مجتمع بمونه وغورځول . همداشان د استانبول د باسفورس په پله کې یو ټک یو ټانکر موټر د توپ په ډزو وویشت.

 

کودتاچیانو د هیواد د پوځ پورې اړوند ټانکونو او ټوپونو او وسلو سره  په خپلو خلکو بریدونه کول. په هرصورت، خلک د ډیموکراسۍ نه د دفاع  لپاره د تورکیې په ټولو ۸۱ ولایتونو کې لارو ، سړکانو او واټونو  ته راووتل. د ښاروالۍ لاریو د ټانکونو د وتلو د مخنیوي لپاره د بارکونو مخې ته ودرول شوې. همداشان د هیواد واقعي او اصلیو وسله والو ځواکونو پیلوټانو  له ایسکی شهیر  ولایت څخه الوتنه کوله د اقینچي هوايي هډه چې د کودتاچیانو لخوا اشغال شوې وه ځغاستلیکې وویشتې او د هغې هوايي هډې د فعالیت مخه يي ونیوله.

 

بالاخره کودتاچیانو ماتې وخوړه او  ملت وګټله.

د جولای په ۱۶ مه نیټه د سهار د اته نیمو بجو په شاوخوا کې ، د جاندارما ځواکونو عمومي قومانداني د کودتاچیانو څخه پاکه شوه. لوی درستیز جنرال خلوصي اکار او نیول شوي لوړ پوړي قوماندانان وژغورل شول.

د هیواد ملي استخباراتو په یو بیان کې اعلان وکړ چې  "سیسټماتیک عملیات پای ته رسیدلي دي؛ موږ هدفمند عملیاتو باندې پیل کړی دی . دا به په ۱-۲ ساعتونو کې بشپړ شي." ډیری ملکي وګړي او سرتیري چې کودتا په پلان کې دخیل ول  نیول شوي او پاتې به هم ونیول شي  .

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us