د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ: افغانستان د جمعې په ورځ له پاکستان سره اوله سیالي کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د را روانې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه.
د راشد خان په مشرۍ د لوبډلې په نوملړ کې ټولټال ۱۷ لوبغاړي شامل دي.
د مهالوېش له مخې، د درو واړو هېوادونو تر منځ دا لوبلړۍ جمعه (اګست ۲۹) په شارجه کې پیلېږي.
د لوبې لومړۍ لوبه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ ده چې تر ډېره به د کرېکټ مینه والو پام پرې ورټول وي. په اماراتو کې ګڼ شمير افغانان او پاکستانیان اوسېږي او په تېر کې یې هم د دواړو هېوادونو لوبه په ولولو کتلې ده.
د افغان لوبډلې دویمه لوبه به د سپتمبر پر لومړۍ نېټه له متحده عربي اماراتو سره وي.
د لوبډلې په ۱۷ کسیز نوملړ کې راشد خان، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي، رحمان الله ګوربز، محمد نبي، ګلبدین نایب، محمد اسحاق، کریم جنت، شرف الدین اشرف، نور احمد لکڼوال، دروېش رسولي، صدیق اتل، عظمت الله عمرزی، الله محمد غضنفر، فرید ملک او عبدالله احمدزی شامل دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې دا لوبلړۍ به د کرېکټ اسيا جام سیالیو لپاره په چمتووالي کې مثبت رول ولوبوي.
ټاکل شوې د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ د دې لوبلړۍ له پای ته رسېدو دوه ورځې وروسته د سپتمبر پر نهمه نېټه د هند په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.