د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو لخوا د غزې بشپړ اشغالول په هیڅډول د منلو وړ خبره نده.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو لخوا د غزې د بشپړ اشغالولو پلان په کلکه توګه وغنده . ولسمشر اردوغان تیره ورځ د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې د بشپړ پوځي کنټرول ترلاسه کول او ددې سیمې بشپړ اشغالول په هیڅډول د منلو نده.
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د شنبې په ورځ وویل چې دواړو مشرانو د اسرائیلو د بریدونو او په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
اردوغان په دې خبرو کې ټینګار وکړ چې تورکیه به د فلسطین ترڅنګ ولاړه پاتې شي.
هغه د فرانسې، بریتانیا او کاناډا له خوا د فلسطین د دولت د احتمالي پېژندنې په اړه څرګندونې ارزښتناکې وبللې او زیاته یې کړه چې په لویدیځ کې د اسرائیلو پر وړاندې نیوکې زیاتې شوې دي. اردوغان وویل چې تورکیه به په سیمه کې د سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.