اردوغان: هيڅکله د ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې په بهیر کې د سازش یا امتیاز لپاره ځای نشته
د تورکیې ولسمشر وايي، کله چې د ترهګرۍ څخه د پاک هیواد او سیمې اهداف ترلاسه شي، نو د هیواد لپاره به یو نوی فصل پرانیستل شي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته په یوه لیک کې ویلي دي هیڅ ډول سازش، خبرې اترې، امتیاز، او پټې هڅې د ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې په بهیر کې ځای نه لري.
اردوغان ټینګار وکړ چې د هېواد هر انچ خاوره د شهیدانو او معلولینو په وینو لړلې ده، او هغه سوله، امنیت او ویاړ چې تورکیه یې نن ورځ لري، له هر څه نه وړاندې د دوی د قربانیو پوروړی ده، او د دوی د میراث ساتنه د دولت تر ټولو ستر مسئولیت دی.
هغه لیکلي: "زه په ځانګړې توګه تاسو وړاندیز او له تاسوغوښتنه کوم چې ډاډه اوسئ، د دې بهیر په هیڅ پړاو کې د سازش، خبرو اترو، امتیاز ورکولو، پټو او چاپلوسانه هڅو لپاره ځای نه دی ورکړل شوی، او نه به په راتلونکي کې ورته ځای ورکړل شي."
هغه زیاته کړه: "هیڅ داسې ګام نه دی اخیستل شوی، او نه به واخیستل شي، چې زموږ د شهیدانو ارواوې وځوروي یا د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته زیان ورسوي."
اردوغان وویل، کله چې د ترهګرۍ څخه پاک هېواد او سیمې اهداف ترلاسه شي، د هېواد لپاره به یو نوی فصل پرانیستل شي. هغه زیاته کړه: "زموږ زرکلنه ورورولي به نوې مرحلې ته ورسېږي، او زموږ ترمنځ د کرکې او د تفرقې تخمونه به د تل لپاره له منځه یووړل شي."
ولسمشر اردوغان ټولو هېوادوالو ته هم یو لیک استولی چې پکې یې د ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې اهداف بیان کړي دي.
هغه وویل چې دوی د یوې ځواکمنې او سترې تورکیې لپاره پرته له ستړیا کار ته دوام ورکوي، ځکه دوی د هر وګړي د مسؤلیت احساس پر اوږو وړي.
د وینو ځنځیر به خامخا ماتوو
ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، په تېرو ۲۳ کلونو کې د ترسره شوو پانګونو، پروژو، اصلاحاتو، خدمتونو او مقرراتو له لارې تورکیه هم په سیمه ييزه او هم په نړیواله کچه یوې معززې مرتبې ته رسیدلې ده.
اردوغان ټینګار وکړ، سره له دې چې پر موږ ګڼې ستونزې او خنډونه وضع شوي، موږ د ملت سره اوږه په اوږه ولاړ یو، دیموکراسي مو پیاوړې کړې، د حقونو او آزادۍ پراخولو، د وصایت جوړښتونه مو له منځه وړي، او د ملت اراده مو د دولت په ټولو بنسټونو کې حاکمه کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې دوی د ترهګرۍ ټولو بڼو سره پرته له کوم انعطافه مبارزه کوي، او د دې لپاره لازم ګامونه پورته کوي چې ۸۶ میلیونه اتباع د سولې، آرامۍ او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.
اردوغان وویل: «موږ له خپل ملت سره یو ځای هوډ کړی چې د وینې ځنځیر، چې زموږ هېواد یې د نیمې پېړۍ راهیسې له خپلو هدفونو محروم ساتلی، خامخا به یې ماتوو. ان شاءالله، بالاخره به ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې او سیمې هدف ته ورسېږو.»
هغه زیاته کړه: «ډاډه اوسئ، موږ دقیق پوهېږو چې څه کوو. هر ګام مو په ستراتیژیک هوښ، خورا دقت او احساس سره اخلو. هر حرکت مو له مخکې حساب شوی دی.»
اردوغان وویل« :د ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې د هڅو په بهیر کې د هېڅ ډول سازش، تبادلې، یا داسې اقدام لپاره ځای نشته چې زموږ خپلواکۍ یا راتلونکې ته زیان ورسوي – نه اوس، نه هم په راتلونکي کې.»
او په پای کې یې ټینګار وکړ: «موږ هېڅکله اجازه نه ده ورکړې، او نه به یې ورکړو، چې داسې کومه هڅه وشي چې زموږ د شهیدانو سپیڅلي روحونه وځوروي، معلولین خپه کړي، یا زموږ د اتل شهیدانو کورنۍ غمجنې يا شرمنده کړي.»