د اسرائیل د دفاع وزارت ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې تر ۲۰ زرو ډیر اسرائیلي سرتیري ټپیان شوي دي.
د اسرائیلو د دفاع وزارت ویلي، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پر غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ۲۰ زرو ډېر سرتېري ټپیان شوي، چې له نیمایي څخه ډېر یې د رواني صدمې وروسته اختلال (PTSD) په ګډون له رواني روغتیايي ستونزو کړیږي.
د دغه وزارت د بیارغونې څانګې په وینا، شاوخوا ۵۶ سلنه ټپیانو ته د رواني صدمې وروسته اختلال (PTSD) یا نورې رواني روغتیايي ستونزې پیدا شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې نږدې ۴۵ سلنه پېښې فزیکي ټپونه لري، په داسې حال کې چې ۲۰ سلنه سرتېري له رواني او فزیکي دواړو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د وزارت په وینا، ۹۹ سرتېرو د بدن د غړو پرې کېدو وروسته مصنوعي غړو ته اړتیا درلوده، ۱۶ فلج شوي، ۵۶ له ۱۰۰ سلنې څخه د ډېر معلولیت لرونکو په توګه ډلبندي شوي او ۲۴ په بشپړ ډول معلول بلل شوي دي.
پرله پسې بمبارۍ
دغه وزارت یادونه کړې چې د ۲۰ زرو پېښو شاوخوا ۶۴ سلنه احتیاطي سرتېري وو، او هره میاشت د شاوخوا ۱۰۰۰ نویو ټپي سرتېرو درملنه کیږي، پر دې سربېره د پخوانیو جګړو اړوند سلګونه غوښتنې هم شته.
په ټولیز ډول، د بیارغونې سیسټم اوسمهال د ۸۱ زرو څخه د ډېرو سرتېرو درملنه کوي، چې له دې ډلې ۳۱ زره (نږدې ۴۰ سلنه) یې له رواني صدمو سره مخ دي.
دغه وزارت اټکل کوي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به نږدې ۱۰۰ زره سرتېري د دوی تر پاملرنې لاندې وي، چې تمه کیږي لږ تر لږه نیمايي به یې له PTSD او اړوندو ناروغیو څخه وکړیږي.
د اسراییلو پوځ د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې نږدې ۶۵ زره فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
پرله پسې بمباریو دغه سیمه د اوسېدو وړ نه ده پرېښې او د لوږې او ناروغیو د خپرېدو لامل شوې ده.
ش