منځنی ختیځ
2 کمه لوست
د ختیځ بیت المقدس په حمله کې پنځه کسان وژل شوي
د فلسطین د مقاومت ډلې حماس په یوه بیان کې وویل: "موږ تاییدوو چې دا عملیات د اسرائيلو د اشغال جرمونو او زموږ د خلکو پر وړاندې د ترسره کېدونکي نسل وژنې طبیعي غبرګون دی."
د ختیځ بیت المقدس په حمله کې پنځه کسان وژل شوي
/ AA
8 سپتمبر 2025

د اشغال لاندې په ختیځ بیت المقدس کې په یو برید کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 دوشنبې په ورځ د اسرائيلو تر اشغال ختیځ بیت المقدس کې وسله والو د  بس په یو تمځای ډزې وکړې، چې په پایله کې پنځه کسان ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

د اسرائيلي پولیسو په وینا، دواړه بریدګر هم وژل شوي دي.

چارواکو وویل چې اووه نور کسان په جدي حالت کې دي.

د بیړني خدماتو ادارې  په یوه بیان کې وویل چې وژل شویو کسانو کې یو نږدې ۵۰ کلن سړی او درې شاوخوا ۳۰ کلن نارینه شامل دي. دغه اداره زیاتوي چې ټپيانو ته طبي مرسته ورکول کېږي.

دا پیښه  د سهار ناوخته د یګال سړک په راموت څلور لارې کې رامنځته شوې، چې په بیان له مخې شاوخوا ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د برید وروسته د حالاتو د ارزونې لپاره غونډه وکړه.

د فلسطین د مقاومت ډلې حماس په یوه بیان کې وویل: "موږ تاییدوو چې دا عملیات د اسرائيلو د اشغال جرمونو او زموږ د خلکو پر وړاندې د ترسره کېدونکي نسل وژنې طبیعي غبرګون دی."

پولیسو وویل چې بریدګرو د موټر په وسیله د بس تمځای ته ورسېدل او ډزې یې وکړې.

دوی په یوه بیان کې وویل: "په سیمه کې یو امنیتي افسر او یو ملکي وګړي سمدستي ځواب ورکړ، ډزې یې وکړې او بریدګر یې بې وسلې کړل."

اسرائيلو تر اوسه په غزه کې د جګړې په ترڅ کې له ۶۴,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي. د نتنیاهو ښي اړخي حکومت هم په نیول شوې لویدیځه غاړه کې د غیر قانوني یهودي مېشت ځایونو د زیاتولو پلان لري، چې د راتلونکي فلسطیني دولت د جوړېدو امکان له منځه وړي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us