د قطر لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې هېواد یې د اسرائیلو د وژونکي برید په وړاندې د غبرګون حق لري، او دا یې د منځني ختیځ لپاره یو "مهم پړاو" بللی، او د ټولې سیمې د غبرګون غوښتنه یې کړې ده.
لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د سه شنبې په شپه یوې خبري غونډې ته وویل "قطر د دې ښکاره برید په وړاندې د غبرګون حق لري." هغه زیاته کړه چې اسرائیلو داسې وسلې کارولې چې د قطر د هوايي دفاعي رادارونو لخوا نه دي کشف شوې.
"موږ باور لرو چې نن ورځ موږ یو پرېکنده پړاو ته رسېدلي یو. باید د ټولې سیمې لخوا د دې وحشیانه کړنو په وړاندې غبرګون وښودل شي،"
آل ثاني د اسرائیلو تېری وغنده او دا یې د "دولت ترهګري" وبلله.
هغه خبرداری ورکړ چې دوحه "د دې خیانتکارو بریدونو لپاره د غچ اخیستلو حق لري،"
آل ثاني د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه ادعاوې یادې کړې چې ویلي یې وو، دی به سیمه بدله کړي، او په ټینګار یې پوښتنه وکړه: "ایا هغه د خلیج سیمه هم په پام کې لري؟"
"اسرائیل هڅه کوي چې د سولې هره موقع له منځه یوسي،"
هغه زیاته کړه چې کړکېچ "یو پرېکنده" پړاو ته رسېدلی، او د دوحې په نظر کې د دې پراخېدونکي شخړې جديت ته اشاره وکړه.
منځګړیتوب د قطر ځانګړتیا ده
د قطر لومړي وزیر یادونه وکړه چې د امریکا چارواکو لومړی قطر ته د اسرائیلو د برید په اړه د "خیانتکار" برید له پیل څخه لس دقیقې وروسته خبر ورکړ.
آل ثاني زیاته کړه چې منځګړیتوب د قطر د هویت برخه ده او هېڅ شی به د دې په برخه کې د دوی رول ته زیان ونه رسوي.
"قطر به د غزې د سولې د ترلاسه کولو لپاره خپل منځګړیتوب ته دوام ورکړي، سره له دې چې دا خیانتکار برید ترسره شوی،" هغه په محاصره شوې غزه کې د اسرائیلو روان نسل وژنې ته په اشارې سره وویل هیڅ شی به موږ د سیمې په منځګړیتوب کې د دوام څخه ونه دروي."
"په وروستیو ورځو کې، د امریکایي لوري په غوښتنه پراخې خبرې اترې ترسره شوې ترڅو د دوی لخوا وړاندې شوې وروستۍ وړاندیز وڅېړل شي. سره له دې چې دوی پوهېدل او په دوامداره توګه یې د دوحې له لارې پلاوي استول، اسرائیلي لوري په قصدي ډول هڅه کړې چې د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي .
"ایا نړۍ ته له دې څخه روښانه پیغام ته اړتیا شته؟ څوک د سولې دروازه تړلې؟ ایا نړیواله ټولنه لا هم نورو شواهدو ته اړتیا لري؟ څوک په دې سیمه کې ریښتینی زورواکی دی؟"
سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ وویل چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف ته ویل شوي چې د اسرائیلو د "راتلونکو" بریدونو په اړه د قطري چارواکو خبر ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پېښې وروسته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره جلا خبرې وکړې، د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولین لیویټ په وینا.
لیویټ زیاته کړه چې ټرمپ قطر ته ډاډ ورکړ چې داسې برید به بیا د دوی په خاوره کې ونه شي.