ملګري ملتونه: څه باندې ۲۵ هېوادونو د ټرمپ د ګمرکي محصولاتو له امله امریکا ته پوستې خدمتونه درولي دي.
دغه ځنډ به تر هغه وخته دوام وکړي څو چې امریکا خپلې نوې پرېکړې روښانه او عملي نه کړي.
د ملګرو ملتونو د پوستې ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې ۲۵ هېوادونو پرېکړه کړې چې امریکا ته د بستو لېږل ودروي، ځکه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو د اغیزو په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.
د ټرمپ ادارې اعلان کړی چې له اګست ۲۹ څخه به هغه مالیاتي معافیت ختم کړي چې د وړو بستو د امریکا خاورې ته د داخلېدو لپاره موجود و.
دې اقدام د فرانسې، جرمني، هند، اسټرالیا او نورو هېوادونو د پوستې له لوري پرله پسې اعلانونه راوپارول چې د امریکا پر لور د ډېرو بستو لېږل به نور ونه منل شي.
ځنډونه
د ملګرو ملتونو د نړیوالې پوستي اتحادیې ویلي، دوی ته د ۲۵ غړو هېوادونو د پوستي ادارو له لوري خبر ورکړل شوی چې هغوی امریکا ته خپل بهرني پوستي خدمتونه ځنډولي، د ټرانزیټ خدمتونو په تړاو د ځانګړو نامعلومو حالاتو” له امله.
په یوه اعلامیه کې یې ویلي: “دغه ځنډونه به تر هغه وخته په ځای پاتې شي څو پورې چې د امریکا چارواکي د خپلو (اعلان شویو) اقداماتو د عملي کولو څرنګوالی روښانه نه کړي او اړین عملي بدلونونه په رښتیني ډول پلي نه کړي.”