په هند کې د زورور بارانونو د اورښت له امله د رامنځته شوې مځکښویدنې په نتیحه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هندي رسنیو په وینا په هند کې د جمو په شمالي سیمه کې د سختو بارانونو له امله د یو مشهور هندو زیارت په لاره کې مځکښویدنه رامنځته شوې چې له امله لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې، د سېلابونو له امله چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د شپې له خپلو کورونو بهر ونه وځي.
جمو د هند د فدرالي حکومت تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر د سیمې برخه ده.
د هوا پېژندنې چارواکو د لداخ په غرنیو سیمو کې د نورو بارانونو او تندرونو وړاندوینه کړې، په داسې حال کې چې جمو به د سختو بارانونو سره مخ شي.
د جمو او کشمیر پخواني وزیر اعلی عمر عبدالله وویل چارواکي هڅه کوي چې د مخابراتو خدمات بېرته فعال کړي، ځکه چې مخابراتي اړیکې پرې شوي دي.
د سه شنبې په ورځ د هندو زیارت د ویشنو دیوي په لاره کې د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند د لاسه ورکړ.
دا په هیمالیایي سیمه کې د بارانونو وروستی زیان دی چې تېرې اونۍ په هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې ۶۰ کسان وژلي او ۲۰۰ نور ورک شوي دي.
چارواکو په جمو کې د تعلیمي ادارو د بندېدو امر کړی، چیرې چې د هوا پېژندنې چارواکو ویلي چې یوازې د سه شنبې په ورځ ۳۶۸ ملي متره (۱۴.۵ انچه) باران شوی دی.
د جمو د ولسوالۍ چارواکي راکیش کمار خبریالانو ته وویل د تاوي، چناب او بسنتار سیندونو اوبه د خبرداري کچې څخه پورته شوې، چې په ټیټو سیمو کې یې سېلابونه رامنځته کړي.
د تلویزیون انځورونه ښيي چې موټرې د تاوي سیند په یوه پل د نړېدو وروسته یوې لویې کندې ته غورځېدلي، په داسې حال کې چې ځینې لویې لارې چې جمو د هند نورو برخو سره نښلوي، هم زیانمنې شوې دي.
د هند ګاونډی او سیال پاکستان هم په وروستیو اونیو کې د مانسون بارانونو سره لاس او ګرېوان دی.
د سه شنبې په ورځ، پاکستان وویل چې د دې د ختیځ پراخه پنجاب ولایت د سختو بارانونو او د هند له خوا د دوو بندونو د اوبو خوشې کولو له امله د "ډېر لوړ یا بې ساري لوړ" سېلاب خطر سره مخ دی.
په دې ولایت کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر اوس له ۱۵۰,۰۰۰ څخه اوښتی، چې نږدې ۳۵,۰۰۰ یې د اګست له ۱۴مې راهیسې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو د خبرداري وروسته خپله خوښه کډه کړې ده.