د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دی پر روسیې د بندیزونو دویم پړاو ته چمتو دی. د هغه څرګندونې ښيي چې نوموړی د اوکراین د جګړې په اړه د ناهیلۍ له امله پر مسکو یا د هغه د تېلو پر پېرودونکو د بندیزونو زیاتولو ته نږدې شوی دی.
ټرمپ په وار وار مسکو ته د نورو بندیزونو ګواښ کړی، خو د خبرو اترو د تعقیب پر مهال یې له لګولو ډډه کړې ده.
د یکشنبې ورځې څرګندونې یې د یو مخ پر زیاتېدونکي تېري کوونکي دریځ ښکارندويي کوي، خو ټرمپ له دې ویلو ډډه وکړه چې ګواکې هغه داسې پرېکړې ته ژمن دی او یا دا چې په دویم پړاو کې به څه شامل وي.
کله چې په سپینه ماڼۍ کې یوه خبریال ترې وپوښتل چې ایا پر روسیې د بندیزونو دویم پړاو ته چمتو دی، ټرمپ ځواب ورکړ، "هو، یم."
ټرمپ له دې امله ناهیلی دی چې په اوکراین کې یې جګړه نه ده درولې، وروسته له هغه چې د جنورۍ په میاشت کې واک ته له رسېدو سره سم یې په پیل کې وړاندوینه کړې وه چې دی به وکولای شي ژر جګړه پای ته ورسوي.
تر ټولو لوی هوايي برید
د اوکراین لپاره د امریکا استازي کیت کیلاګ د یکشنبې په ورځ وویل چې پر کییف د روسیې وروستی برید د دې نښه نه ده چې مسکو غواړي په اوکراین کې خپله جګړه له ډیپلوماتیکو لارو پای ته ورسوي.
کیلاګ پر X (پخواني ټویټر) ولیکل: "داسې ښکاري چې روسیه په کییف کې د اوکراین د کابینې پر دفترونو د جګړې تر ټولو لوی برید په ترسره کولو سره وضعیت نور هم خرابوي،" هغه زیاته کړه، "دا برید د دې نښه نه وه چې روسیه غواړي دا جګړه له ډیپلوماتیکو لارو پای ته ورسوي."
دا برید په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې تر ټولو لوی هوايي برید بلل شوی دی.
ټرمپ په وروستیو اونیو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې لارې موندلو هڅه کړې، خو هڅو یې کومه د پام وړ پایله نه ده لرلې. روسیې اوکراین سره په جګړه کې سختو جګړو د سیمو نیولو ته دوام ورکړی او اوس یې د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره نیولې ده.