سیاست
3 کمه لوست
ټرمپ له پوتین سره د لیدنې نه مخکې د اوکراین او اروپايي ټولنې مشرانو سره په انلاین غونډه کې ګډون کوي
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي انادولو اژانس ته تایید کړه  چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او څو اروپایي مشرانو سره په یوه مجازي غونډه کې ګډون وکړي.
ټرمپ له پوتین سره د لیدنې نه مخکې د اوکراین او اروپايي ټولنې مشرانو سره په انلاین غونډه کې ګډون کوي
/ AP
13 اګست 2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې پر ورځ د پوتین سره د لیدنې نه مخکې د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي او اروپايي هیوادونو د مشرانو په انلاین غونډه کې ګډون کوي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي انادولو اژانس ته تایید کړه  چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او څو اروپایي مشرانو سره په یوه مجازي غونډه کې ګډون وکړي.

چارواکي د چهارشنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې ټرمپ به په دې غونډه کې ګډون وکړي، یوه ورځ وروسته له هغې چې د جرمني لومړي وزیر فریډریچ مرز وویل چې هغه د امریکا ولسمشر، زېلېنسکي او نورو اروپایي چارواکو ته بلنه ورکړې ده.

دغه غونډه به دوه ورځې مخکې له هغې ترسره شي چې ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې ملاقات وکړي.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن کورنیلیوس وویل چې په دې مجازي خبرو کې به د "روسېې باندې د فشار راوړلو لپاره نورو انتخابونو" او "د سولې د احتمالي خبرو اترو لپاره چمتووالي او د ځمکنۍ دعوو او امنیتي ضمانتونو اړوند مسایلو" باندې تمرکز وشي.

د جرمني، فنلنډ، فرانسې، ایټالیا، پولنډ، بریتانیا او اوکراین مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي، د اروپایي کمیسیون مشر، د اروپایي شورا مشر، د ناټو عمومي منشي او د امریکا مرستیال ولسمشر به هم ګډون وکړي.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ د ټرمپ او پوتین د راتلونکې غونډې په اړه توقعات کم کړل او دا یې د امریکا ولسمشر لپاره یو "اورېدونکی تمرین" وباله.

ویاندې کارولین لیویټ تایید کړه چې غونډه به د جمعې په ورځ د الاسکا په انکوریج ښار کې ترسره شي او هدف یې دا دی چې ټرمپ "د دې جګړې د ختمولو لپاره ښه پوهه ترلاسه کړي."

هغې خبریالانو ته وویل: "یوازې یوه اړخ چې په دې جګړه کې ښکېل دی په دې غونډه کې ګډون کوي، نو دا د ولسمشر لپاره یوه موقع ده چې لا ښه او کلکه پوهه ترلاسه کړي چې څنګه موږ هیله لرو دا جګړه ختمه کړو." هغې زیاته کړه چې زېلېنسکي به د الاسکا په خبرو کې ګډون ونه کړي.

هغې ټینګار وکړ چې دا غونډه د پوتین په غوښتنه ترسره کېږي.

راتلونکې خبرې به د جون ۲۰۲۱ راهیسې د روسیې او امریکا د اوسني ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ مخامخ غونډه وي، کله چې پوتین د هغه وخت د امریکا ولسمشر جو بایډن سره په سویس کې ولیدل.

دا به همدارنګه لومړی ځل وي چې د روسیې ولسمشر الاسکا ته سفر کوي له هغه وخت راهیسې چې د روسیې امپراتورۍ دغه سیمه په ۱۸۶۷ کال کې امریکا ته وپلورله.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us