نیویارک ټایمز د دوو لوړپوړو امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې پوځ د سوریې د شمال ختیځ په سیمه کې خپلې درې واړه کوچنۍ عملیاتي هډې تړي او د سرتېرو شمېر له ۲۰۰۰ څخه ۱۴۰۰ ته راکموي.
چارواکو ویلي چې امریکایي قوماندانان به د ۶۰ ورځو وروسته پرېکړه وکړي چې نور کمښتونه وکړي که نه.
یو چارواکي ویلي چې قوماندانانو وړاندیز کړی چې لږ تر لږه ۵۰۰ سرتېري په سوریه کې پاتې شي.
راپور زیاتوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سوریه کې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه ژوره بې باوري څرګنده کړې ده.
ټرمپ د جنورۍ په پای کې ویلي و چې امریکا به د سوریې په اړه پرېکړه وکړي، وروسته له هغې چې راپور ورکړل شو چې هغه د امریکایي ځواکونو د ایستلو نیت لري.
ټرمپ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: "زه نه پوهېږم چا دا خبره يي کړې، خو موږ به په دې اړه پرېکړه وکړو. موږ په سوریه کې ښکېل نه یو. سوریه په خپل حال کې ده. هغوی هلته کافي ستونزې لري، موږ ته اړتیا نشته چې ورسره ښکېل شو."
د نیویارک ټایمز په وینا، د پنجشنبې په ورځ پیل شوې کمښتونه د ځمکنیو قوماندانانو د وړاندیزونو پر بنسټ دي چې هډې وتړي او یو ځای کړي، او دا پرېکړه د پنټاګون او د هغې مرکزي قوماندې لخوا تایید شوې ده.