هندي پوليسو د جعلي پوليسو ډله ونيوله چې د "جرايمو د دفتر" تر نوم لاندې يې فعاليت کاوه
پولیسو وویل، تورنو کسانو جعلي اسناد او سندونه جوړ کړي ول او یوه ویب پاڼه یې چلوله چې پکې یې له قربانیانوهندي پوليسو شپږ تنه هغه کسان نيولي چې د پوليسو په نوم يې ځان معرفي کاوه او له کرایه شوي دفتر څخه يې د "مرستو" په نوم پيسې اخيستلې چې پرې د " جنايي څېړنې دفتر" ليکل شوي وو.
څخه "مرستې" غوښتلې.
هندي پوليسو شپږ تنه هغه کسان نيولي چې د پوليسو په نوم يې ځان معرفي کاوه او له کرایه شوي دفتر څخه يې د "مرستو" په نوم پيسې اخيستلې چې پرې د " جنايي څېړنې دفتر" ليکل شوي وو.
د پوليسو په وينا، د "نړيوال پوليس او جنايي څېړنې دفتر" نومې اداره، چې د "پوليسو په شان رنګونو او لوګوګانو" سينګار شوې وه، د نوي ډهلي په سپوږمکي ښار نويدا کې موقعيت درلود.
تورنو کسانو ادعا کړې وه چې ګواکې له "انټرپول" او نورو نړيوالو جنايي ادارو سره تړاو لري.
پوليسو وويل: "تورنو کسانو ځانونه د ولس خدمتګاران معرفي کول." پوليسو څو ګرځنده تليفونونه، چک بوکونه، مهرونه او پېژندپاڼې ترلاسه کړې.
دغه نيول د هغه پېښې څو اوونۍ وروسته شوي چې يو سړی د نوي ډهلي څنګ ته له يو کرایه شوي کور څخه د جعلي سفارت په چلولو او د خلکو د فريبولو په تور ونيول شو، چې هغوی ته به يې د بهرنيو هېوادونو د کار ژمنې ورکولې.
دغه تورن يو ناقانونه "د لويديځ ارکټيکا سفارت" غیرقانوني چلاوه او ځان يې د داسې خيالي هېوادونو سفير معرفي کاوه لکه "لويديځ ارکټيکا، سابورګا، پولوېا، لوډونيا".