ټرمپ په پرلهپسې ډول هڅه کړې چې مسکو او کیف د اوربند په اړه موافقې ته ورسوي، خو د روسیې له خوا د پام وړ امتیاز ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، سره له دې چې د روسیې او امریکا چارواکو ترمنځ څو ځله خبرې شوې دي.
د جمعې په ورځ، د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وټکوف په سینټ پیټرزبورګ کې له پوتین سره ولیدل - دا د جنورۍ راهیسې درېیمه لیدنه وه.
وټکوف د دوشنبې په ورځ د فوکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه د سولې تړون "شونی " بولي . هغه وویل چې د پوتین دوه مهم سلاکارانو یوري اوشاکوف او کیریل دیمیتریف په دې "مهمه غونډه" کې ګډون درلود.
وټکوف وویل: "د پوتین غوښتنه دا ده چې دلته یوه دایمي سوله رامنځته شي. نو د اوربند څخه هاخوا، موږ د دې لپاره ځواب ترلاسه کړ،" هغه دا هم ومنله چې "مونږ دې نقطې ته رارسیدو لږ وخت ونیو."
هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم موږ د داسې یوې مهمې پایلې په درشل کې یو چې د نړۍ لپاره به خورا ارزښتناکه وي."
هغه دا هم وویل چې د روسیې او امریکا ترمنځ سوداګریز تړونونه هم د خبرو اترو یوه برخه وه.
هغه وویل: "زه باور لرم چې د روسیې او امریکا اړیکې د ځینو خورا مهمو سوداګریزو فرصتونو له لارې بېرته جوړېدای شي، چې زه فکر کوم سیمې ته به ریښتینې ثبات هم راولي."
سره له دې چې ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، د ټرمپ د اصلي هدف په اړه چې د اوکراین اوربند ترلاسه کول دي، کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
تېره میاشت، پوتین د امریکا او اوکراین ګډ وړاندیز چې د جګړې بشپړ او بې قید و شرطه درول غواړي، رد کړ، په داسې حال کې چې کریملین په تور سمندر کې د اوربند لپاره لویدیځ ته د ځینو بندیزونو د پورته کولو شرط ایښی دی.