سوریه په خپله خاوره کې د اسرائيلو بریدونه غندي، د سرغړونو د بندولو لپاره د نړیوالو اقداماتو غوښتنه کوي
دمشق "د نړیوال قانون له مخې په ټولو لارو چارو د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع او نه جلا کېدونکی حق" تاییدوي.
سوريې د سه شنبې په ورځ د اسرائيلو وروستي بریدونه پر خپلو خاورو وغندل او ټینګار یې وکړ چې د نړیوالو قوانینو له مخې د هر ډول تضمین شوو وسایلو په کارولو سره د خپلې خاورې او خلکو د دفاع حق لري.
د سوریې د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د اسرائيلي توپچي برید له امله د سوریې سوېل لوېدیځې سیمې ترنجا کلي کې یو کس وژل شوی. وزارت د اسرائيلو د " ملکي وګړو د نیولو کمپاینونه په سوېیسه ښار کې، او د جبل الشیخ (هرمون غر) او د حایلې سیمې په زون کې د هغوی دوامداره غیرقانوني ځای پر ځای کېدل" وغندل.
بیان کې راغلي: "دغه تیری کوونکي عملونه د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او اړونده د امنیت شورا پرېکړو ښکاره سرغړونه ده او د سیمې سولې او امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي."
وزارت له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې "فوري اقدام وکړي ترڅو دې روانو سرغړونو ته د پای ټکی کېښودل شي."
د اګست په اوږدو کې، اسرائيلي پوځ څلور ځله د سوریې سوېل لوېدیځ کې د قنیطره ولایت سیمې ته ننوتی دی، چې وروستی برید د سه شنبې په سهار ترسره شو او پکې یو کس ووژل شو.
د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته، اسرائيل د سوریې د ګولان لوړو اشغال د غیر نظامي )بفر زون( په نیولو سره پراخ کړ، دا یو اقدام دی چې د سوریې سره د ۱۹۷۴ کال د بې وسلې کولو تړون سرغړونه وه.