واشنګټن د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د هغې پرېکړې په اړه سخت غبرګون ښودلی چې ویلي دي پریکړه يې کړې د سپټمبر په میاشت کې د ملګروملتونو د کلنۍ اسمبلۍ پر مهال فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژني
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په شپه په ایکس (پخوانی ټویټر) کې ولیکل: " امریکا متحده ایالتونه د اېمانوېل مکرون د دې پلان کلک مخالفت کوي چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د دولت پېژندنه اعلان کړي. دا بې پروا پرېکړه یوازې د حماس تبلیغاتو ته ګټه رسوي او د سولې هڅې شاته غورځوي. دا د اکتوبر د ۷مې د قربانیانو په مخ یو څپېړه ده." هغه د فلسطیني مقاومت ډلې ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷، بریدونو ته اشاره وکړه.
مکرون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته په یوه عامه لیک کې ویلي: "زه دا ویاړ لرم چې ستاسو سره د ژمنو په رڼا کې ددې پخلی وکړم چې فرانسه به د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې پر مهال په بشپړ ډول فلسطین د یو دولت په توګه وپېژني."
هغه زیاته کړه: "په دې سره به فرانسه د منځني ختیځ د سولې لپاره یو مهم ګام پورته کړي او ټول هغه نړیوال شریکان به وهڅوي چې غواړي په دې برخه کې برخه واخلي."
د جي ۷ لومړنی غړی چې فلسطین په رسمیت پېژني
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د مکرون د دې پرېکړې په اړه سخت غبرګون وښود، ویې ویل چې په اوسنیو شرایطو کې د فلسطین پېژندنه "ترهګرۍ ته انعام ورکوي او د بل ایراني ملاتړي جوړېدو خطر رامنځته کوي، لکه څنګه چې غزه داسې شوه."
د اسرائیلو لپاره د امریکا سفیر مایک هکبي د مکرون د دې پرېکړې په اړه طنز وکړ او په ایکس کې یې ولیکل: "د مکرون یو اړخیزه 'اعلامیه' د یو 'فلسطیني' دولت په اړه دا نه ده څرګنده کړې چې دا به چیرته وي. زه اوس په ځانګړي ډول اعلان کوم چې فرانسه به د فرانس ریوېرا وړاندیز وکړي او نوی ملت به 'فرانس-سټین' ونومول شي."
فرانسه به د جي ۷ لومړنی غړی شي چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني. اوس مهال، د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو څخه ۱۴۷ هېوادونه په رسمي ډول د فلسطین دولت پېژني.
د فلسطین مرستیال ولسمشر حسین الشیخ د مکرون پرېکړه وستایله او ویې ویل چې دا د "نړیوال قانون پر وړاندې د فرانسې ژمنتیا او د فلسطیني ولس د ځان ټاکنې حق ملاتړ" څرګندوي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې اسرائیلو د اکتوبر د ۷مې راهیسې په غزه باندې سخت بریدونه پیل کړي، چې نږدې ۶۰,۰۰۰ فلسطینیان یې وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
دغه پوځي کمپاین د غزې سیمه ویجاړه کړې، د روغتیايي خدماتو سیستم یې ړنګ کړی او د خوراکي توکو سخت کمښت یې رامنځته کړی دی.