امریکایان د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۴مه کلیزه نمانځي
دا هغه ورځ ده چې د القاعدې ترهګرې ډلې د تښتولو مساپروړونکو الوتکو سره د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر بریدونه ترسره کړل.
القاعدې ډلې د غړیو لخوا تښتول شوې مساپر وړونکې الوتکې لومړی په نیویارک کې د سوداګرۍ د مرکز او وروسته د امریکا د دفاع وزارت د ودانۍ سره وجنګول شوې . پدې پیښو کې په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
همداشان دې پیښې د افغانستان او عراق د اشغال لپاره لار پرانیسته.
امریکایان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۴مه کلیزه د مراسمو، داوطلبانه کارونو او قربانیانو ته د درناوي په نورو پروګرامونو سره لمانځي.
د نږدې ۳۰۰۰ وژل شویو کسانو ډېری خپلوان به د پنجشنبې په ورځ په نیویارک، پنټاګون او د پنسلوانیا په شینکسویل کې په یادغونډو کې له لوړپوړو چارواکو او سیاستوالو سره یوځای ګډون وکړي.
ځینې نور بیا دا ورځ په ډېرو خصوصي غونډو کې نمانځي.
جېمز لېنچ، چې خپل پلار رابرټ لېنچ یې د نړۍوال سوداګریز مرکز په برید کې له لاسه ورکړی، وویل چې هغه او کورنۍ به یې په نیو جرسي کې خپل ښار ته نږدې په یوه غونډه کې ګډون وکړي او وروسته به ټوله ورځ د سمندر پر غاړه تېره کړي.
"دا یو له هغو شیانو څخه دی چې هر ډول غم وي، زما په اند هغه هېڅکله نه ختمېږي،" لېنچ د کلیزې څخه یوه ورځ مخکې په منهاټن کې د ۹/۱۱ په یوه خیریه غونډه کې له زرګونو رضاکارانو سره د اړمنو لپاره د خواړو چمتو کولو پرمهال وویل. "زما په اند، په دې غم کې د خوښۍ موندل له دې سره زما د ودې یوه لویه برخه وه."
دا یادغونډې په داسې حال کې ترسره کېږي چې سیاسي کړکېچ زیات شوی دی. د ۹/۱۱ کلیزه، چې ډېری وخت د ملي یووالي د ورځې په توګه یادېږي، یوه ورځ وروسته له هغه راځي چې محافظه کار فعال چارلي کرک په یوتا کې په یوه پوهنځي کې د وینا پرمهال په ډزو ووژل شو.
د نومونو لوستل او د چوپتیا شېبې
چارواکو ویلي، تمه ده چې د کرک وژنه به په نیویارک کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په ساحه کې د ۹/۱۱ د کلیزې د مراسمو په شاوخوا کې د اضافي امنیتي تدابیرو لامل شي.
د منهټن په ښکته برخه کې د پېښې په اصلي ځای (ګراونډ زیرو) کې به د برید د قربانیانو نومونه د کورنۍ د غړو او خپلوانو له خوا په هغو مراسمو کې ولوستل شي چې د ولسمشر مرستیال جې ډي وانس او د هغه مېرمن، دوهمه مېرمن اوشا وانس هم په کې ګډون کوي. د چوپتیا شېبې به هغه کره وختونه په نښه کړي کله چې تښتول شویو الوتکو د نړۍوال سوداګریز مرکز له مشهورو دوه ګونو برجونو سره ټکر وکړ، او همدارنګه کله چې اسمانڅکې ودانۍ ونړېدې.
په ویرجینیا کې په پنټاګون کې به د هغو ۱۸۴ پوځي غړو او ملکي وګړو یاد ولمانځل شي چې هغه مهال ووژل شول کله چې تښتوونکو یوه جیټ الوتکه د امریکا د پوځ له مرکزي دفتر سره وجنګوله. ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ به په دې مراسمو کې ګډون وکړي او وروسته به د پنجشنبې په ماښام د نیویارک یانکیز او ډیټرویټ ټایګرز ترمنځ د بیسبال لوبې لپاره برونکس ته لاړ شي.
او د پنسلوانیا شینکسویل ته نږدې په یوه کلیوالي سیمه کې به د ورته مراسمو په ترڅ کې، چې د چوپتیا شېبې، د نومونو لوستل او د ګلونو ګېډۍ اېښودل په کې شامل دي، د ۹۳ شمېرې الوتنې د قربانیانو یاد ولمانځل شي. دا هغه تښتول شوې الوتکه وه چې وروسته له هغه نسکوره شوه چې د عملې غړو او مسافرو هڅه وکړه د پیلوټ کوټې ته په زور ننوځي. په دې مراسمو کې به د پخوانیو سرتېرو چارو وزیر ډاګ کالینز ګډون وکړي.
د لېنچ په څېر، د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک هم د ۹/۱۱ کلیزه د خدمت د ملي ورځې د یوې برخې په توګه په خدماتي پروژو او خیریه کارونو نمانځي. رضاکاران به د خوړو او جامو په راټولولو، د پارکونو او ګاونډیو په پاکولو، د وینې په بانکونو او نورو ټولنیزو غونډو کې برخه واخلي.
د بریدونو اغېزې لا هم پاتې دي
په ټولیز ډول، په دې بریدونو کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول، چې ډېری یې د نړۍوال سوداګریز مرکز مالي کارکوونکي او هغه اور وژونکي او پولیس افسران وو چې د ژوند ژغورنې لپاره سوځېدونکو ودانیو ته ورغلي وو.
دغو بریدونو په نړیواله کچه اغېزې لرلې او د امریکا کورنۍ او بهرنۍ پالیسي یې بدله کړه. دا د "ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې جګړې" او پر افغانستان او عراق د امریکا په مشرۍ د یرغلونو او اړوندو جګړو لامل شوه، چې په پایله کې یې سلګونه زره سرتېري او ملکي وګړي ووژل شول.
که څه هم تښتوونکي په بریدونو کې ووژل شول، خو د امریکا حکومت د دې دسیسې د اصلي طرحه کوونکي، خالد شیخ محمد، پر وړاندې د خپلې اوږدې قانوني قضیې په پای ته رسولو کې پاتې راغلی دی. د القاعدې پخوانی مشر په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او وروسته د کیوبا په ګوانتانامو بې کې د امریکا یوې پوځي اډې ته یوړل شو، خو تر اوسه یې محاکمه نه ده شوې.
په نیویارک کې د کلیزې مراسم د سپټمبر د ۱۱مې په ملي یادګار او موزیم کې ترسره شول، چېرته چې دوه د یادګار حوضونه د ابشارونو او هغو دېوالونو په واسطه چاپېر شوي چې د وژل شویو کسانو نومونه پرې لیکل شوي او دا هغه ځایونه په نښه کوي چېرې چې یو وخت دوه ګوني برجونه ولاړ وو.
د ټرمپ ادارې پر هغو لارو چارو غور کاوه چې فډرالي حکومت څنګه کولی شي د یادګار ودانۍ او د هغې تر ځمکې لاندې موزیم کنټرول ترلاسه کړي، چې دا مهال د یوې عامه خیریه موسسې لخوا اداره کېږي. د دې موسسې اوسنی مشر د نیویارک ښار پخوانی ښاروال مایکل بلومبرګ دی، چې د ټرمپ یو پرله پسې منتقد دی. ټرمپ د دې ځای د ملي یادګار په توګه د جوړولو خبره کړې ده.
د بریدونو راهیسې په کلونو کې، د امریکا حکومت لسګونو زرو هغو کسانو ته د روغتیايي پاملرنې او جبران ورکولو لپاره ملیاردونه ډالر لګولي چې د دوه ګوني برجونو د نړېدو پرمهال د منهټن په ځینو برخو کې له خپرو شویو زهرجنو دوړو سره مخ شوي وو. تر ۱۴۰،۰۰۰ ډېر کسان لا هم د څارنې په هغو پروګرامونو کې شامل دي چې موخه یې د هغو کسانو پېژندل دي چې روغتیايي ستونزې یې په دوړو کې له شته خطرناکو توکو سره تړاو ولري.