د تورکیې ملي پنځم نسل جنګي الوتکې ( قاآن ) ستر بری
ساینس او ټکنالوژي
7 دقیقې خواندن
د تورکیې ملي پنځم نسل جنګي الوتکې ( قاآن ) ستر برید تورکیې د پنځمې نسل جنګي الوتکه ( قاآن )     KAAN  د یوې مهمې صادراتي تړون له لارې د هیواد د ټیکنالوژیکو موخو او ستراتیژیکو باوري پلوه لوی تصدیق ترلاسه کړ.
/ AA
11 ساعته مخکې

د تورکیې د پنځم نسل جنګي الوتکې  ( قاآن )  KAAN  د صادراتو ستر موفقیت

د تورکیې د پنځمې نسل جنګي الوتکه ( قاآن )     KAAN  د یوې مهمې صادراتي تړون له لارې د هیواد د ټیکنالوژیکو موخو او ستراتیژیکو باوري پلوه لوی تصدیق ترلاسه کړ.

ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې د خپلو څرګندونو پر مهال اعلان وکړ چې ۴۸ د ( قاآن )   KAAN جنګي الوتکې به اندونیزیا ته وپلورل شي. دا تړون نه یوازې د تاریخي تړون په توګه، بلکې د تورکیې د دفاعي صنعتونو د سفر د ستر بدلون نقطې په توګه ارزول کیږي.

دا تړون ښیي چې د تورکیې د پرمختللو او د جګړې لپاره چمتو ټیکنالوژیو د وړاندې کولو ظرفیت ته نړیوال باور زیاتیږي.

ولسمشر اردوغان د خپلو رسمي ټولنیزو رسنیو د حساب له لارې په خپل پوسټ کې ویلي: "د ملګري او ورور هیواد اندونیزیا سره د لاسلیک شوي تړون له مخې ۴۸ ( قاآن )   د KAAN  الوتکې به په تورکیه کې تولید او اندونیزیا ته صادر شي."

( قاآن )   په تولید کې به د اندونیزیا د ځایي وړتیاوو څخه هم ګټه واخیستل شي."

د دواړو هیوادونو تر منځ د یو لړ لوړ پوړیو ډیپلوماتیکو لیدنو وروسته لاسلیک شوی دا تړون د تورکيې دفاعي محصولاتو د نه یوازې د مناسبو بیو د بدیلونو په توګه، بلکې د باوري او پرمختللو ټیکنالوژۍ د موجوداتو په توګه د پیژندګلوۍ کې مهم بدلون ښیي.

ولسمشر اردوغان وویل: "زه هیله لرم چې دا تړون چې زموږ د ځایي او ملي دفاعي صنعتونو پرمختګ او رسیدلې ټکي ښکارندويي کوي، د تورکیې او اندونیزیا لپاره ګټور وي. زه خپل قدرمن ورور د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو ته چې د خپلې ارادې له لارې یې د دغه تړون د لاسلیک کولو کې لوی ونډه لرله، خپل سلامونه او مننه وړاندې کوم. زه زموږ د دفاعي صنعتونو ریاست او  تورکیې د هوانوردۍ او فضايي چارو شرکت په سرکې د ټولو هغو ادارو مبارکي ورکوم چې د قاآن الوتکې په تولید او د تورکیې د تاریخ د دې ریکارډ صادراتي تړون د لاسلیک کولو کې ونډه لرله."

د نړۍ غوښتل شوې جنګي الوتکه

قاآن  د پنځمې نسل څو اړخیز جنګي الوتکې په توګه د تورکيې د هوایي انجنیرۍ د سرلوړۍ استازیتوب کوي.

دا د پرمختللي مانور وړتیا، ټیټ رادار نښه او د مصنوعي زیرکتیا ملاتړ لرونکي ایویونیکونو سره د نوي نسل پلیټ فارم په توګه رامنځته شوې ده.

قاآن نوي نسل جنګي الوتکه چې د هوا نه هوا او هوا نه ځمکې دواړو عملیاتو لپاره د غوره فعالیت لپاره ډیزاین شوی، د تورکیې د دفاعي ټیکنالوژیو کې د ځان باوري ستراتیژیک موخه انعکاسوي.

د قاآن د بریا د کیسې په مرکز کې د تورکيې هوایي او فضایي صنعتونو (TUSAŞ) شرکت قرار لري. د دغه شرکت عمومي مدیر محمد دیمیراوغلو د الوتکې د جوړښت ، پراختیا او د فعالیت د لارې نقشې تشریح کوي چې ډیریدونکې غوښتنې څه ډول پوره کوي.

دیمیراوغلو د تورکیې ملي راډیو تلویزیون نړۍوال تلویزیون ټي آر ټي ورلډ  سره په مرکه کې ووی  قاآن  "KAAN زموږ ویاړ دی، نه یوازې د د تورکيې هوایي او فضایي صنعتونو بلکې د ټولې تورکیې ویاړ دی، ددې الوتکې د پرمختګ چارې ډیرې  ښې پرمخ  روانې دي. اوس مهال ۲ پروټوټایپونه  یا نمونې د بسته بندۍ په مرحله کې دي. د دې کال په پای کې یوه  او د راتلونکي کال په پیل کې  به يي بله په بشپړه توګه بشپړه شي  او په الوتنې به پيل وکړي. د ۳ الوتکو سره یو ډیر ګړندی الوتنې کمپاین، د یوې ځمکنۍ الوتکې سره ټولټال ۴ الوتکې سره موږ راتلونکي کال یو ډیر جدي الوتنې کمپاین پیل کوو."

عمومي مدیر څرګنده کړه چې د تورکيې هوایي ځواکونو ته د بشپړ کچې تسلیمولو پیل د ۲۰۲۸ په پای یا د ۲۰۲۹ په پیل کې پلان شوی دی.

د تورکیې د هوايي او فضايي صنعتونو شرکت  د ۲۰۳۴ کال تر پورې د ۵۰۰ الوتکو د  تولید هدف لري. دا هدف  د نړیوال او د پلیټ فارم په راتلونکي د پوره باور او اعتماد ښکارندويي کوي.  دیمیراوغلو وویل قاآن  "KAAN د هوایي انجنیرۍ کې د ملي بدلون تاج دی."

هغه د تورکیې د هوايي او فضايي صنعتونو د شرکت د چارو په اړه وویل چې زمونږ شرکت  تیر کال نږدې ۳ میلیارد ډالر عواید درلود او د ۲۰۲۵ کال کې یې د ۴.۳ میلیارد ډالرو ته د رسولو موخه سره نوي بازارونو ته ننوځي.

دا شرکت د نږدې ۱۶،۰۰۰ کارکوونکو سره اوس د امریکا، اروپا او آسیا په کچه فعالیت کوي.

دیمیراوغلو وویل: "موږ د  بوئینګ، ایربس  او سپریټ ایروسیستم په څیر د نړیوالو هوایي مخکښو شرکتونو  سره نږدې کار کوو او د ۴۰۰ څخه ډیرو پرمختللو تولیدي سیسټمونو لخوا ملاتړ کیږو."

د پنځمې نسل جنګي الوتکې د نړیوالې اعتماد د ترلاسه کولو په مسئله کې د دغې د پیش کولو سیسټم هم باید د موخو سره سمون ولري. دلته د تورکیې د هوايي او فضايي صنعتونو د انجن د شرکت لخوا جوړ شوی  د TF35000 انجن مهم رول لوبوي.

د تورکیې د هوايي او فضايي صنعتونو د انجن د صنعتونو  عمومي مدیر محمود اقشیت د ټي آر ټي ورلډ سره په ځانګړې مرکه کې د انجن د اهمیت په اړه تفصیلات شریک کړل:  قاآن الوتکه  نه یوازې د هوایي وسیلې په توګه، بلکې د بشپړ ځایي سیسټم په توګه طرحه او ډیزاین شوې ده. موږ د TRMOTOR سره په ګډه، د الوتکې زړه TF35000 انجن په بشپړ ځایي امکاناتو سره جوړ کړی ."

د انجن ډیزاین د سمندر په کچه ۳۵،۰۰۰ پونډه د پیش کولو ځواک، د غوره شوي تیلو موثریت او د پنځمې نسل جګړې اړتیاوو سره سمون لرونکي بې ساری معمارۍ وړاندې کوي.

اقشیت وویل: "TF35000 یوازې د انجن پروژه نده. دا د لوړ تودوخې موادو څخه د ازموینې زیربنا ته، د تولید ظرفیت څخه د انجنیرۍ بریا ته د ملي اکوسیسټم جوړول دی."

د TF35000 انجن به اندونیزیا ته د لیږل کیدونکو ۴۸  قاآن الوتکو سره ددې هیواد هوايي ځواک  ته ځواک ورکړي.

اقشیت وویل: "په دې توګه موږ نه یوازې د پنځمې نسل جنګي الوتکه صادروو، بلکې د تورکیې لخوا طرحه ډیزاین او تولید شوی تر ټولو پیچلی او د دندې پلوه کریټیکل اجزا صادروو. دا د ستراتیژیک ټیکنالوژیک خپلواکۍ ته د بدلوونکي ګام دی."

دفاعي شنونکي اردا مولود اوغلو  KAAN د نړیوالې کچې باوري محصول جوړوونکو عواملو په اړه ارزونې وکړې.

مولود اوغلو  ټی آر ټي ورلډ ته وویل: "KAAN لا تر اوس هم د ازموینې په مرحله کې د پنځم نسل جنګي الوتکه ده. تمه کیږي چې د ۲۰۳۰ کال په پیل کې بشپړ عملیاتي خدماتو ته داخله شي. کله چې بشپړه شي، د تورکيې هوایي ځواکونو د مهم عنصر په توګه به قرار ونیسي."

مولود اوغلو   وویل: "د اندونیزیا سره شوی تړون یو پیاوړی سیګنال دی. د دې ډول ستراتیژیک پلیټ فارم اخیستل اوږدمهاله ژمنتیا او اعتماد غواړي او دا تړون د تورکیې د هوایي سکتور ته د زیاتیدونکي اعتماد ټینګار کوي."

مولود اوغلو   د KAAN د هوایي جګړې څخه هاخوا رول ته په اشارې سره وویل ، د ځایي انجن او پرمختللو ایویونیک سیسټمونو سره به  دا جنګي الوتکه د تورکیې د هوایي حوزه کې د مخنیوي ځواک زیات کړي.

هغه وویل: "دا د ملي ظرفیت او د راتلونکي چمتووالي بیان دی."

د پروټوټایپ یا نمونې  څخه د ځواک سمبول پورې

د قاآن پنځم نسل جنګې الوتکې  د ۲۰۲۴ د فبرورۍ  په میاشت کې لومړنۍ الوتنه یو سمبولیک او ټیکنالوژیک بدلون نقطه وه. دغې الوتکې ته  نوم د ولسمشر اردوغان لخوا د ۲۰۲۳ کال د "د راتلونکي پیړۍ" په غونډه کې اعلان شو او له هغه څخه راهیسې د تورکیې لپاره د نوي دفاعي دورې سمبول شوه.

ولسمشر اردوغان ویلي وو: "موږ د دفاعي تړون څخه ډیر څه ته شاهدان یو. موږ د حاکم هوایي ځواک د زیږون شاهدان یو."

دا لیوالتیا دوام لري. د ۵۵ د پاریس هوایي نندارتون کې، د تورکیې مخکښ د غیر پیلوټ الوتکو تولید کوونکي بایکار، د ایټالیا د لیوناردو شرکت سره د نوي نسل غیر پیلوټ سیسټمونو د پراختیا لپاره د ګډ پروژې تړون لاسلیک کړ. دا ښکیلتیا د ترکي انجنیرۍ ته د اعتماد بل نښه ګڼل کیږي.

د جنګي الوتکو څخه غیر پیلوټ هوایي وسایلو ته، د ملي تولید کربو څخه د نړیوالو پیل پلیټ فارمونو ته ترکیه اوس نه یوازې وسلې تولیدوي، لکه چې ولسمشر اردوغان وایي "حاکم هوایي ځواک" جوړوي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us