نړۍ
2 دقیقې خواندن
لندن د اوکراین د سولې لپاره د خبرو اترو کوربه توب کوي
د اوکراین د سولې په اړه  د لوړې کچې خبرې اترې به د چهارشنبې په ورځ په لندن کې دوام وکړي، خو د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د کلیدي هېوادونو لوړپوړي چارواکي به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.
لندن د اوکراین د سولې لپاره د خبرو اترو کوربه توب کوي
/ Reuters
23 اپریل 2025

د انګلستان پلازمینه لندن د اوکراین د سولې په اړه په لوړه کچه د خبرو اترو کوربه توب کوي.

د اوکراین د سولې په اړه  د لوړې کچې خبرې اترې به د چهارشنبې په ورځ په لندن کې دوام وکړي، خو د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د کلیدي هېوادونو لوړپوړي چارواکي به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

د انګلستان، امریکا، فرانسې، جرمني او اوکراین لوړپوړي چارواکي اوس د دې خبرو مشري کوي، وروسته له هغې چې د بهرنیو وزیرانو ګډون سره پلان شوې غونډه وځنډول شوه.

د راپورونو له مخې، دا بدلون په داسې حال کې راغلی چې د امریکا حکومت پر کیف او مسکو فشار زیات کړی ترڅو د اوربند تړون ته ورسیږي.

د سکای نیوز په وینا، پدې غونډه کې کمرنګه ګډون  د دې شخړې د حل لپاره د زیاتېدونکي عاجل وضعیت سره په تضاد کې دی.

تمه کیږي چې ددې غونډې اصلي تمرکز د اوکراین په اړه د امریکا د سولې په پلان، د روسیې د کریمیا د الحاق په رسمیت پېژندلو او د اوکراین د ناټو غړیتوب مخنیوي په اړه وي. دا هغه مسایل دي  چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سه شنبې په ورځ رد کړې.

د انګلستان  د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ لامي په دې اړه  د ایکس له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې هغه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره 'ګټورې خبرې  وکړې .

لامي وویل: 'بریتانیا د امریکا، اوکراین او اروپا سره د سولې لپاره کار کوي او د پوتین د غیر قانوني یرغل د پای ته رسولو هڅه کوي.'

هغه زیاته کړه: 'خبرې په چټکۍ سره روانې دي او چارواکي به سبا په لندن کې سره وویني. دا د اوکراین، بریتانیا او یورو-اتلانتیک امنیت لپاره یو مهم وخت دی.'

روبیو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپل نظر شریک کړ، ویې ویل چې هغه له لامي سره ډیرې ګټورې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: 'زموږ ټیم د اوکراین او بریتانیا له همکارانو سره د مهمو او تخنیکي غونډو لپاره سترګې په لار دی. زه په لندن کې د روانو خبرو تعقیب ته سترګې په لار یم او په راتلونکو میاشتو کې بریتانیا ته د خپل سفر د بیا تنظیمولو هیله لرم.'

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us