تورکیه
3 دقیقې خواندن
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اذربایجان او روسیې د اعتدال غږ وکړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له روسیې او اذربایجان څخه غوښتنه کړې چې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په وړاندې زغم وښيي، په داسې حال کې چې هغه یادونه وکړه چې انقره له مسکو او باکو سره "ژورې او ستراتیژیکې اړیکې" لري.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اذربایجان او روسیې د اعتدال غږ وکړ.
/ AA
19 ساعته مخکې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اذربایجان او روسیې د اعتدال غږ وکړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له روسیې او اذربایجان څخه غوښتنه کړې چې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په وړاندې زغم وښيي، په داسې حال کې چې هغه یادونه وکړه چې انقره له مسکو او باکو سره "ژورې او ستراتیژیکې اړیکې" لري.

اردوغان د اذربایجان څخه د راستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د انقرې تر ټولو لویه هیله دا ده چې رامنځته شوې ځینې ناخوښې پېښې د مسکو او باکو ترمنځ اړیکو ته "نه جبرانېدونکی زیان" ونه رسوي.

اردوغان د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې تړون په اړه وویل: "موږ به د سولې تړون سره د نوو او تاریخي فرصتونو د پرانیستې شاهدان شو."

ولسمشر اردوغان وویل د زنګزور دهلیز په اړه چې یوه ستراتیژیکه لار ده چې لویدیځ اذربایجان د نخجوان له سیمې سره نښلوي او د چین، تورکیې او روسیې ترمنځ د یوه مهم تړاو په توګه راڅرګندېږي، دا یوازې د اذربایجان لپاره نه بلکې د ټولې سیمې لپاره فرصتونه برابروي.

هغه یادونه وکړه چې انقره دغه لار د "جیو-اقتصادي انقلاب" یوه برخه ګڼي.

که څه هم ارمنستان په پیل کې د زنګزور دهلیز سره مخالفت درلود، خو اوس یې د اقتصادي ادغام لپاره یو څه انعطاف ښودلی دی.

ولسمشر اردوغان د واشنګټن او انقرې ترمنځ د F-35 جنګي الوتکو د سپارلو په اړه، وویل چې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د دغو الوتکو تدریجي سپارلو تمه لري، او هیله یې څرګنده کړه چې د امریکا ولسمشر به "زموږ تړون ته درناوی وکړي."

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د F-35 موضوع یوازې د تورکیې لپاره د پوځي ټکنالوژۍ په اړه نه ده، بلکې دا د نړیوالو پلاتفورمونو، په ځانګړې توګه ناټو کې د قوي شراکتونو په اړه هم ده.

په سیمه کې د دوامداره ارامۍ ناکامي د اسرائیلو لخوا  د اوربند څخه  د سرغړونو له امله وه، او زیاته یې کړه چې انقره هڅه کوي چې دا ځل د ورته پېښو مخه ونیسي.

ولسمشر وویل، تورکیه باور لري چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند د غزې د اوربند لپاره هم دروازه پرانیستې ده، او زیاته یې کړه چې حماس په دې اړه په وار وار خپله ښه نیت ښودلی دی.

اردوغان وویل چې تورکیې په سوریه کې خپلې سرې کرښې روښانه کړې دي، او زیاته یې کړه چې هېواد به د ترهګریزو ډلو یا د هغوی د ملګرو د مشروعیت ورکولو کوم پلان ونه مني.

"موږ کولی شو د  سوریې په شمال کې د ازادې سوداګرۍ زونونه، لوژستیک مرکزونه او د سرحدي بازارونو په څېر ماډلونه پلي کړو،" .

هغه وویل له ورور هیواد (د اذربایجان ولسمشر) الهام علی یف  سره به لیدنه کې هغه ژمنه وکړه چې  چمتو دی  سوریې ته د طبیعي ګاز په برخه کې هر ډول ملاتړ برابر کړي"

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us