نړۍ
3 کمه لوست
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز: په غزه کې کړاوونه ‘په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي’
استرالیا چمتو ده چې په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، چې دا د انګلستان، فرانسې او کاناډا وروستیو پرېکړو ته ورته ده.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز: په غزه کې کړاوونه ‘په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي’
/ Reuters
13 اګست 2025

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز: په غزه کې کړاوونه ‘په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي’

استرالیا چمتو ده چې په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، چې دا د انګلستان، فرانسې او کاناډا وروستیو پرېکړو ته ورته ده.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د چهارشنبې په ورځ وویل چې د غزې په تړانګه کې خلک د لوږې او د ژوند له لاسه ورکولو څخه رنځ وړي، چې دا "په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده."

البانیز د غزې د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د اسرائیلو کړنې "د دفاع وړ نه دي."

هغه ABC ته وویل: "اسرائیلو په مارچ کې اعلان وکړ چې د مرستو پر بهیر به محدودیتونه ولګوي او موږ اوس د هغې پایلې وینو. موږ په غزه کې یو روان بشري ناورین لرو."

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د اسرائیلو له خوا قصدي لوږه یو جنګي جرم دی، البانیز وویل: "یقیناً دا هغه څه نه دي چې له نړیوالو قوانینو سره همغږي ولري."

هغه زیاته کړه: "موږ داسې حالت لرو چې خلک هره شپه دا په خپلو تلویزیونونو کې ویني، سره له دې چې غزې ته د رسنیو د ننوتلو محدودیتونه شتون لري، خو خلک داسې کسان ویني چې نه یوازې له ستر کړاو، لوږې او د ژوند له لاسه ورکولو سره مخ دي، بلکې موږ داسې کسان هم وینو چې د خوړو او اوبو د تر لاسه کولو هڅه کې وژل کېږي. اوس، په ۲۰۲۵ کال کې، دا په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده."

البانیز د سه ‌شنبې په ورځ وویل چې د اسرائیلو کړنې په غزه کې ورته پایلې رامنځته کوي – د بې ‌ګناه خلکو وژل کېدل، بېوزلي او تاوتریخوالی – چې دا "په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي."

لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې استرالیا به په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

اسرائیل د غزې پر وړاندې د خپلې ۲۲ میاشتې جګړې له امله د زیاتېدونکې نیوکې سره مخ دی، هغه سیمه چې له دوو میلیونو څخه زیات فلسطینیان پکې اوسېږي.

بشري مرستندویه ډلو او د ملګرو ملتونو ادارو د پراخې قحطۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې اسرائیلو د دوه میاشتو څخه زیات وخت لپاره پر مرستو بشپړ بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړيوال سازمان وايي چې له جنورۍ ۲۰۲۵ راهیسې ۱۴۸ کسان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي، او د خوړو نړیوال پروګرام ادارې د اګست په میاشت کې وویل چې په غزه کې لوږه او خوارځواکي د جګړې له پیل راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "له درېيمې برخې څخه زيات خلک څو ورځې پر له پسې هېڅ نه خوري" او ۳۰۰،۰۰۰ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي، او حالت ورځ تر بلې خرابېږي ځکه چې د مرستو کافي موټرونه غزې ته د ننوتلو اجازه نه لري.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us