د بنګلادیش د هوايي ځواکونو اړوند د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله ګڼشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د اور وژنې د خدماتو په وینا، د بنګله دیش د هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه ډاکه کې د یوه کالج په انګړ کې وغورځېده، چې لږترلږه ۱۹ کسان یې ووژل.
یوه چارواکي وویل، له ۱۰۰ څخه زیات نور د سوځېدو له امله ټپیان شوي دي.
چارواکو وویل چې ډیری قربانیان د کالج زده کونکي او کارمندان وو، پداسې حال کې چې پیلوټ - د جیټ یوازینی کس - هم د ټپیانو په ډله کې و.
لنډمهاله حکومت ددې پیښې له امله د سه شنبې په ورځ په ټول هیواد کې ملي ویر اعلان کړ.
الوتکه د اوترا په ګاونډ کې د مایلسټون ښوونځي او کالج ودانۍ سره ټکر وکړ، چې په تصویرونو کې ښکاري چې د پيښې له ځایه ډیر زیات لوګي پورته کیږي.
د لنډمهاله حکومت د مشر ځانګړي مرستیال سید الرحمن، د تلفاتو تایید وکړ او ویې ویل، "له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې کسان"، چې ۷۰ زده کونکي پکې شامل وو، د سوځېدو ټپونه یې درلودل او په ډهاکه کې روغتونونو کې بستر شوي دي.
د پوځ د رسنیو څانګې، د بین الخدمت عامه اړیکو وویل چې الوتکه په سیمه ایز وخت د ماسپښین په ۱:۰۶ دقیقو الوتنه کړې وه .
د ۲۰۱۸ کال په جولای کې، د بنګله دیش د هوايي ځواک دوه پیلوټان هغه مهال ووژل شول کله چې یوه روزنیزه الوتکه په جنوب لویدیځ جیسور ولسوالۍ کې وغورځېده.