چین د لومړي ځل لپاره د خپل ځمکني، سمندري او هوايي اټومي ځواکونه نندارې ته وړاندې کړل. دا ننداره د جاپان پر وړاندې د بریا او د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د یادونې په مناسبت په یوه ستر پوځي پریډ کې ترسره شوه.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا په وینا دغه پریډ چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شو، د بیجینګ بشپړ اټومي درې ګونی ځواک ښکاره کړ. په دې کې د جینګ لی-۱ هوايي اوږد واټن توغندی، د جو لانګ-۳ سمندري توغندی، د دونګ فینګ-۶۱ ځمکني اوږد واټن توغندی، او د دونګ فینګ-۳۱ د نوي ډول توغندی شامل وو،.
د چین دولتي رسنیو دغه وسلې د هېواد ستراتیژیک "اتل" وبللې او د ملي حاکمیت، امنیت او وقار د ساتنې په برخه کې یې د دوی رول په ګوته کړ.
کارپوهانو وویل چې د دې وسلو ښکاره کول د بیجینګ هغه وړتیا څرګندوي چې په ځمکه، سمندر او هوا کې د غچ اخیستونکي بریدونو ترسره کولو توان لري، چې دا د عصري اټومي مخنیوي یوه مهمه برخه ده.
دا پریډ په داسې حال کې ترسره شو چې د چین اټومي وسلې په بې ساري ډول په چټکۍ سره پراخیږي.
د سټاکهولم نړیوالې سولې د څېړنې انسټیټیوټ (SIPRI) اټکل کړی چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د چین اټومي ذخیره شاوخوا ۶۰۰ جنګي سرونو ته رسېدلې، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې هر کال شاوخوا ۱۰۰ زیاتوالی موندلی — دا د هر اټومي ځواک تر ټولو چټک پرمختګ دی.