د غزې جګړه
3 کمه لوست
اسراییلو د غزې د لوږې د پالیسۍ له مخې یو بل فلسطینی ماشوم وواژه
په غزه کې یو دوه کلن ماشوم د اسرائیلو د پوځي یرغل، کلابندۍ او د لوږې له امله مړ شو، په داسې حال کې چې عامو خلکو ته خواړه او درمل نه رسېږي.
اسراییلو د غزې د لوږې د پالیسۍ له مخې یو بل فلسطینی ماشوم وواژه
/ AP
1 اګست 2025

اسراییلو د غزې د لوږې د پالیسۍ له مخې یو بل فلسطینی ماشوم وواژه

په غزه کې یو دوه کلن ماشوم د اسرائیلو د پوځي یرغل، کلابندۍ او د لوږې له امله مړ شو، په داسې حال کې چې عامو خلکو ته خواړه او درمل نه رسېږي.

د سیمې روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، یو دوه کلن هلک په غزه کې د سختې خوارځواکۍ له امله ومړ، ځکه چې د اسرائیلو کلابندۍ او پوځي بریدونو په دې سیمه کې بشري بحران لا ژور کړی .

ډاکټرانو وویل چې احمد سمیر عبدالعال د خان یونس په ناصر روغتون کې ساه ورکړه.

د ماشوم وزن د مړینې پر وخت یوازې ۸ کیلوګرامه (۱۷.۶ پونډه) و، حال دا چې د هغه د عمر لپاره باید لږ تر لږه ۱۲ کیلوګرامه (۲۶ پونډه) وای.

احمد او د هغه کورنۍ له رفح څخه تښتېدلي وو او د خان یونس لویدیځ ته په المواسي سیمه کې یې په یوه لنډمهاله خیمه کې پناه اخیستې وه، چیرې چې د خوړو، شیدو او لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی د اسرائیلو د دوامدارو محدودیتونو له امله نږدې ناممکن دی.

د هغه مړینه په غزه کې د سختې لوږې د پراخېدو جدي حالت ته اشاره کوي، چیرې چې اسرائیل له پنځو میاشتو راپدېخوا پوله تړلې ده او اساسي خواړه، درمل او د ماشوم شیدې یې بندې کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو د نسل ‌وژنې جګړې له پیل (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷) راهیسې، تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۰ فلسطینیان — چې ۹۱ یې ماشومان دي — د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

په غزه کې نسل ‌وژنه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې په غزه کې له هرو درې تنو څخه یو، څو ورځې له خوړو پرته تېروې، او وضعیت یې د "تر ټولو بد حالت" لوږې په توګه بیان کړ.

د اسرائیلو د نسل ‌وژنې جګړه کې د مړو شمېر تر ۶۰،۲۰۰ اوښتی، ځکه چې د بې ‌وقفې بمبارۍ له امله دا سیمه ویجاړه شوې او د خوړو کمښت رامنځته شوی.

د دوشنبې په ورځ، د اسرائیلو د بشري حقونو ډلې بتسیلم او Physicians for Human Rights (ډاکټران د بشري حقونو لپاره) اسرائیل په غزه کې د نسل ‌وژنې په ترسره کولو تورن کړ، د فلسطیني ټولنې د سیستماتیک له‌ منځه وړلو او د روغتیايي نظام د قصدي ویجاړولو ته یې اشاره وکړه.

تېر نومبر، نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکمونه صادر کړل، د غزې په جګړه کې د جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جنایتونو په تور.

اسرائیل همداراز د غزې پر ضد د جګړې له امله د نړیوال عدالت محکمه (ICJ) کې د نسل‌ وژنې له قضیې سره مخ دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us