د غزې جګړه
2 کمه لوست
په استانبول کې په زرګونو تنو د فلسطین په ملاتړ یوه ستره مظاهره وکړه
په زرګونو تنه  د فلسطین ملاتړ کوونکي مظاهره کوونکو د شنبې په ماښام د استانبول په بېازیت میدان کې د ماښام لمانځه وروسته راټول شول، ترڅو په غزه کې د اسرائیلو لخوا  روان نسل وژنې او د لوږې پالیسۍ پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.
په استانبول کې په زرګونو تنو د فلسطین په ملاتړ یوه ستره مظاهره وکړه
/ AA
10 اګست 2025

په زرګونو تنه  د فلسطین ملاتړ کوونکي مظاهره کوونکو د شنبې په ماښام د استانبول په بېازیت میدان کې د ماښام لمانځه وروسته راټول شول، ترڅو په غزه کې د اسرائیلو لخوا  روان نسل وژنې او د لوږې پالیسۍ پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

دغه مظاهره چې پکې غیر حکومتي سازمانونه او ګڼ شمېر عام خلک ګډون کړی و، د تاریخي ایا صوفیه جومات په لور د لاریون په بڼه پر مخ ولاړه.

ګډونوالو هڅه وکړه چې د بشري کړکېچ په اړه پوهاوی زیات کړي او د غزې له خلکو سره د یووالي څرګندونه وکړي، په داسې حال کې چې تاوتریخوالی زیات شوی او د خوراکي توکو او طبي مرستو سخت کمښت شتون لري.

تنظیموونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې کړاو د پای ته رسولو لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.

اسرائیل د غزې په سیمه کې د نسل وژنې له امله د نړیوال غبرګون سره مخ دی، چیرې چې له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې یې له ۶۱,۰۰۰ څخه زیات کسان وژلي دي.

پوځي کمپاین د غزې سیمه ویجاړه کړې او خلک یې د لوږې او قحطۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. همداشان تر اوسه پورې په غزه کې په سلګونو تنو چې ډیری ماشومان دي د لوږې له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

تېر نوامبر، د نړیوالې جزایي محکمې لخوا د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانټ لپاره د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر شول.

اسرائیل همدارنګه د غزې پر وړاندې د جګړې په اړه د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې په قضیه کې مخ دی.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us