د غزې جګړه
3 کمه لوست
اسرائیل د غزې ښار په لویدیځ کې د خبریالانو پر خیمه په برید کې د الجزیرې ۵ خبریالان ووژل
د قطر په پلازمېنه دوحه کې مېشت د الجزیرې چینل د الشفاء طبي کمپلکس مشر له قوله ویلي: "د الجزیرې خبریالان انس الشریف او محمد قریقه د اسرائیلي برید په ترڅ کې په خپله خیمه کې شهیدان شوي دي."
اسرائیل د غزې ښار په لویدیځ کې د خبریالانو پر خیمه په برید کې د الجزیرې ۵ خبریالان ووژل
/ Al Jazeera
11 اګست 2025

اسرائیل د غزې ښار په لویدیځ کې د الشفاء روغتون ته نږدې د خبریالانو پر خیمه په برید کې د الجزیرې ۵ خبریالان وژلي دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې مېشت د الجزیرې چینل د الشفاء طبي کمپلکس مشر له قوله ویلي: "د الجزیرې خبریالان انس الشریف او محمد قریقه د اسرائیلي برید په ترڅ کې په خپله خیمه کې شهیدان شوي دي."

الجزیرې د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې په دې برید کې د الجزیرې عربي خبریال محمد قریقه او دوه نور کامره مین، ابراهیم ظاهر او محمد نوفل هم وژل شوي دي.

الجزیرې وویل: "د الجزیرې عربي خبریال انس الشریف او محمد قریقه د اسرائیلي برید په ترڅ کې وژل شوي، چې ورسره د کامره مینانو ابراهیم ظاهر او محمد نوفل هم شهیدان شوي دي."

اسرائیل هم تایید کړه چې خبریال یې وژلی دی، خو بې بنسټه ادعا یې وکړه چې هغه د حماس د یوې ډلې مشر و.

انس الشریف، چې د غزې په اړه یې د اسرائیلي بریدونو راپورونه ورکول، د وژل کېدو څو شېبې مخکې د هغه برید په اړه راپور ورکړ چې د هغه ژوند یې واخیست.

هغه په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: "پرله‌پسې بمبارۍ... د دوو ساعتونو لپاره د اسرائیلي بریدونو شدت په غزه ښار کې زیات شوی دی."

څو شېبې وروسته، نورو خبریالانو د هغه د وژل کېدو خبر ورکړ، او بیا الجزیرې هم تایید کړه.

د انس الشریف وروستۍ پیغام

د هغه له وژل کېدو وروسته، د هغه د ایکس حساب مدیرانو د هغه وصیت خپور کړ، چې پکې یې له الله څخه غوښتنه کړې وه چې هغه د شهیدانو په ډله کې قبول کړي او د هغه تېرو ګناهونه وبښي.

هغه په خپل وصیت کې لیکلي: "زما هیله دا ده چې الله زما عمر اوږد کړي ترڅو زه له خپلې کورنۍ او عزیزانو سره خپل اصلي ټاټوبي، اشغال شوي عسقلان (المجدل) ته ستون شم. خو د الله اراده غالب شوه او د هغه حکم پوره شو."

هغه زیاته کړه: "ما د درد ټولې برخې تجربه کړې او بیا بیا مې د غم او تاوان خوند لیدلی. خو ما هېڅکله د حقیقت په رسولو کې ځنډ ونه کړ، پرته له تحریف یا دروغو، په دې هیله چې الله د هغو کسانو شاهد وي چې چوپ پاتې شول، زموږ وژنې یې ومنلې، او زموږ د ماشومانو او ښځو پاتې شوني یې ولیدل او بې‌پروا پاتې شول."

په خپل وصیت کې یې د عرب او اسلامي نړۍ څخه وغوښتل چې د فلسطین او د هغه د خلکو ملاتړ وکړي او چوپ پاتې نشي، بلکې د فلسطینیانو د آزادۍ لپاره د یو پل په توګه عمل وکړي.

هغه نړۍ ته خپل کورنۍ هم وسپارله، چې پکې یې مور، ښځه، زوی او لور شامل دي.

"غزه مه هېروئ... او په خپلو دعاوو کې زما د بښنې او قبولیت لپاره دعا وکړئ." انس الشریف وویل.

هغه برید چې انس الشریف یې شهید کړ، شپږ نور کسان هم وژلي، چې پنځه یې خبریالان وو.

د دې پنځه خبریالانو وژنې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۳۷ ته ورساوه.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us