تورکیه
2 دقیقې خواندن
دېرش ورځنی بریا: د ۱۸۹۷ عثماني-یونان جګړه
د سلطان عبدالحمید دوهم تر مشرۍ لاندې ګټل شوې د "دېرش ورځو جګړې" په نوم هم پېژندل کېدونکې د ۱۸۹۷ عثماني-یونان جګړه، د عثماني پوځي ځواک يو ځل بیا څرګند کړ.
دېرش ورځنی بریا: د ۱۸۹۷ عثماني-یونان جګړه
دېرش ورځنی بریا: د ۱۸۹۷ عثماني-یونان جګړه / TRT Global
28 فبروري 2025

په ۱۸۹۷ کې، د کریټ د مسئلې له امله زیاتېدونکی تاوتریخوالی، عثماني دولت او یونان د جګړې غاړې ته راوستل. په اروپایي هېوادونو د ملاتړ په هیله، یونان د عثماني خاورو د پراختیا تګلاره تعقیبوله. په ځانګړي توګه په ګريت او تسالیا سیمو کې فعالیتونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړ.

د ۱۸۹۷ د اپریل په میاشت کې یوناني ځواکونو د عثماني پولې څخه تیر شول او برید یې پیل کړ. په دې توګه عثماني دولت، د جګړې اعلان وکړ او د ادهم پاشا تر قوماندې لاندې خپل پوځ یې وخوځاوه. عثماني پوځ، د چتالجا، ینی‌شهر، دومیکې او یانیا په څېر جبهو کې د یونان ځواکونه مات کړل. د یونان پوځ په ناڅاپي توګه ګړندۍ شاتګ، اروپایي هېوادونه وخوځول.

د اروپایي هېوادونو په منځګړیتوب پیل شوي خبرو اترو په پایله کې، د ۱۸۹۷ د ډسمبر په ۴مه نېټه د سولې تړون لاسلیک شو. د تړون له مخې یونان، عثماني دولت ته د جګړې تاوان ورکول ومنل. تسلیا چې د عثماني پوځ لخوا د جګړې پر مهال نیول شوې وه، د ځینو وړو پولو بدلونونو سره بېرته یونان ته وسپارل شوه.

د ۱۸۹۷ عثماني-یونان جګړه، د عثماني دولت د وروستیو پوځي بریاوو څخه يوې په توګه وپيژندل شوه. خو دا جګړه، همدارنګه د عثماني د مخ په وړاندې ستونزې او د اروپایي هېوادونو لاسوهنې هم په ډاګه کړې. د ايږی سمندر او د ټاپو مسئلې په څېر ستونزې، نن ورځ هم د تورکیې او یونان ترمنځ اړیکو کې مهم ځای لري.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us