د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل، چین د تورکیې پر سیمه ییز اهمیت او اغېز پوه دی او زیاته یې کړه چې انقره له بیجینګ سره د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
اردوغان دا څرګندونې د چین په تیانجین ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې له ګډون وروسته، په الوتکه کې خبریالانو ته وکړې.
اردوغان په الاسکا کې د امریکا او روسیې د مشرانو ترمنځ د وروستۍ سرمشریزې په اړه د خبرو پر مهال، دا خبرې معقولې وبللې او ویې ویل چې د اوکراین او روسیې جګړه یوازې د سولې پر بنسټ د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدلی شي.
اردوغان څرګنده کړه چې انقرې له پیل راهیسې ټینګار کړی چې د اوکراین او روسیې جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده، او ویې ویل: "په استانبول کې ترسره شوو خبرو ثابته کړه چې دا لاره پرانیستې ده."
اردوغان همدارنګه وویل چې د روسیې او اوکراین د سولې هیلې باید "د حل پر بنسټ ولاړ چلند او کره پایلو ته" واړول شي او په دې بهیر کې یې د مشرانو په کچه د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ.
اردوغان د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ لاسلیک شوي وروستي تړون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د زنګزور دهلیز به په سیمه کې سوله ټینګه کړي، د ځمکې او اورګاډي شبکې به فعالې کړي، سرحدي دروازې به پرانیزي او د سوداګرۍ په ګډون به پر ډېرو برخو مثبت اغېز وکړي.