تورکیه
3 کمه لوست
تورکیې د افغانستان زلزله ځپلو ته بشري مرستې ولیږلې
تورکیې د افغانستان د کونړ ولایت د زلزله ځپلو خلکو د مرستې لپاره بشري مرستې استولي دي، دا  په داسې حال کې چې د ژغورنې او مرستې عملیات د دریمې ورځې لپاره دوام لري
تورکیې د افغانستان زلزله ځپلو ته بشري مرستې ولیږلې
/ AA
21 ساعته مخکې

تورکیې د افغانستان د کونړ ولایت د زلزله ځپلو خلکو د مرستې لپاره بشري مرستې استولي دي، دا  په داسې حال کې چې د ژغورنې او مرستې عملیات د دریمې ورځې لپاره دوام لري

د تورکیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپل رسمي ایکس حساب کې اعلان وکړ: "د افغانستان د کونړ ولایت د زلزلې د ناورین په ځواب کې، د تورکیې  د طبعي حوادثو پر وړاندې د مبارزې ادارې او سرې میاشتې لخوا چمتو شوې بشري مرستې زموږ د هوايي ځواک A400M الوتکه د قیصري/ارکیلت هوايي ډګر د افغانستان پر لورې حرکت وکړ."

د کونړ ولایت یو طالب چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط د انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، ځینې مرستې تېره شپه د ځینو لیرې پرتو سیمو ته رسېدلې دي، ځکه چې د لنډمهاله ادارې لومړنی پلان دا و چې خلک خوندي سیمو ته ولېږدوي.

هغه زیاته کړه: "خلکو له دې امله د سیمې پرېښودو څخه انکار وکړ چې د دوی د عزیزانو مړي لا هم د کنډوالو لاندې وو. موږ بیا د خیمو او نورو اړینو توکو وېش پیل کړ."

کونړ ولایت د افغانستان په ختیځ کې تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمه ده، چې تر دې دمه په کې له ۱۴۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي چې غرنیزه سیمه او زیانمنې شوې لارې د مرستو رسولو لپاره ستونزې جوړوي، خو د ژغورنې او مرستې ډلې بیا هم ټولو اغېزمنو سیمو ته رسېدلي دي.

یوه چارواکي وویل: "موږ د وسایطو له لارې مرستې لېږو چېرته چې ممکنه وي، خو په هغو سیمو کې چې د زلزلې له امله لارې تړل شوي وي، د مرستو د انتقال او ټپیانو د روغتونونو ته د لېږدولو لپاره هیلیکوپټرونه کاروو."

‘ډېرې سختې ستونزې’

د کونړ ولایت یو ځایي اوسېدونکي عبدالوحید وویل چې د زلزلې وروسته ټکانونه لا هم دوام لري، چې په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.

د ویلو ده چې پرون په ځايي وخت  د مازیګر د څه باندې ۵ بجو په شاوخوا کې سیمه یو ځل بیا د ریښتر په کچه د ۵ درجې په شدت سره  تازه زلزلې ولړزوله.

د بشري مرستو ادارې خبرداری ورکوي چې د ویجاړۍ کچه عاجلې نړیوالې مرستې ته اړتیا لري، ترڅو د بحران د لا خرابېدو مخه ونیول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي، اندریکا راتوات، د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه ویجاړونکې زلزله په داسې وخت کې د افغانستان ختیځ وځپله، چې دغه هېواد له ګڼو بحرانونو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: "د شمېرو، لیرې پرتو سیمو او سختې جغرافیې په پام کې نیولو سره، چې ډېرې ستونزمنې او لیرې پرتې دي، ښايي اغېزمن شوي کسان په سلګونو زرو ته ورسېږي."

د مړو شمېر زیاتېدلای شي

یوه شمېر نورو هېوادونو، په شمول د ګاونډیو پاکستان، ایران، چین او هند، او همدارنګه لویدیځو هېوادونو، ژمنه کړې چې افغانستان ته به مرستې واستوي.

د لنډمهاله ادارې ویاند، ذبیح الله مجاهد، وویل چې یوازې په سخت ځپلي کونړ ولایت کې ۱۴۱۱ مړینې، ۳۱۲۴ ټپیان، او ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د مړو شمېر ښايي نور هم زیات شي کله چې چارواکي د نورو درې ولایتونو، ننګرهار، لغمان، او پنجشېر، معلومات شریک کړي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې، زلزله د یکشنبې په شپه، د ځايي وخت ۱۱:۴۷ بجې (۱۹۱۷ GMT) وشوه، چې د جلال اباد ختیځ-شمال ختیځ ۲۷ کیلومتره (۱۶.۷ میله) کې په ۸ کیلومتره (۵ میله) ژور کې ثبت شوې وه، په داسې حال کې چې ډېری اوسېدونکي ویده وو.

دا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغان طالبانو د واک ته راستنېدو راهیسې په جګړه ځپلي هېواد کې درېیمه لویه زلزله ده.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us